د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اردن مظاهره چيان د لومړی وزير معروف بخيت د كابينې د څنګ ته كيدا او د پارلمان د ړنګيدا غوښتونكی دی.
په دغو اصلاحاتو كښې چې پرون باچا ورسره موافقه وكړه په غير پوځی محكمو كښې دكابينې دوزيرانو محاكمه كول ، داساسی قانون ديوې محكمې جوړول او دپارلمان په انتخاباتو ديوې خپلواكه ادارې څارنه پكښې شامله ده .
دغه اصلاحات وړاندې ديوې سلطنتی كمیټۍ لخوا دخلكو دمياشتو مياشتو سترو مظاهرو دترسره كيدا په غبرګون كښې مطرح شول.
په اردن كښې هم د سعودی عربستان بحرين، يمن، متحده عربی اماراتو، كويت، ليبيا، مصر، تيونس او نورو عربو هيوادونو په شان ديكتاتور حكومت كلونه كلونه په خلكو د امريكا او انګلستان په مټ حكومت كوی او د اردن خلك اوس له دغه حكومت تنګ شوی او د هغه د څنګ ته كيدا غوښتنه كوی.
870352