د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دغه كانفرنس په پارلمانی كميسيون كښې د فلسطين د مسلې د ملاتړ لپاره د پارلمانونو د ظرفيتونو د فعالولو په موضوع بحث او د نظر تبادله كیږی
په دغه كميسيون كښې كښې دګډون كونكو پارلمانی پلاويو غړی او مشران به دفلسطين په ډګر كښې په ترټولو مهمو بدلونونو او دفلسطين دخلكو دحقوقو داحقاق لپاره دمبارزې په بهير كښې دپارلمانونو په رول بحث او غور وكړی .
دفلسطين دانتفاضې دملاتړ دنړيوال كانفرنس دسياسی ډلو او ګوندونو كميسيون هم دسيمه ايزو او نړيوالو موضوګانو ، دانتفاضې دراتلونكی او دفلسطين دمقاومت په موضوع سره ترسره كیږی .
د ولسی موسسو په كميسيون كښې هم دفلسطين په مسلې كښې دكډوالو په مقام، نړيوالو پريكړه ليكونو ، فلسطينی كډوالو او دكډوالو دمسلې دحذفولو لپاره دصهيونيسټ رژيم او دهغوې دملاتړو په هڅې غور كیږی .
ددينی علماو او مشرانو په كميسيون كښې هم چې دكانفرنس په دوهمه ورځ یې خپل فعاليت پيل كړی دی غړی په الهی دينونو كښې دقدس ښار دسپیڅلتيا او دغه راز دقدس له يهودی كولو سره دمقابلې دلارو چارو په باره كښې بحث او دنظر تبادله كوی .
دفلسطين دانتفاضې دملاتړ پينځم نړيوال كانفرنس داسلامی او غير اسلامی هيوادونو دڅه دپاسه پارلمانی پلاويو ، متفكرانو ، نظرخاوندانو او سياسی مقاماتو په شتون سره پرون سهار په تهران كښې پيل شوی او نن هم دوام لری .
دغه نړيوال كانفرنس فلسطين دفلسطينيانو په وطن شعار سره ترسره كیږی .
871776