IQNA

د اسلامی ايران ولسمشر د فلسطين ازادی د اسلامی هيوادونو د تعامل چورليز وبلله

16:48 - October 03, 2011
د خبر لمبر: 2198238
سياسی ډله: ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د لبنان د پارليما ن له مشر نبيه بری سره په كتنه كې وويل د صيهو نيسټا نو له پنجو د فلسطينی ټا ټو بيو ازادی د درستو اسلامی هيوادونو د تعا مل چو رليز ده .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد جو ته نن بايد درست د سيمې هيوادونه د فلسطينی ټا ټوبی د ازادلو لپاره يوه بل ته لاسونه وركړی چې قدس شريف ازاد شی ځكه چې كه يو ځل بيا لويویځوال وتو انیږی صيونيسټان تثبت كړی نو كار به ګران شی .
احمدی نژاد همداراز وويل اسلامی ايران او كويت دوه اسلامی او ګا ونډی هيوادونه دی ، په دې ډول چې په تاريخ كې د دواړو هيوادونو په اړيكو كې هیڅ تور ټكې نشته دې .
احمدی نژاد همداراز د تهران ایټمی موضوع ته اشاره وكړه او د ايران له ایټمی تا سيساتو یې د سيمې او نړۍ د ما هرانو د كتنې لپاره د ايران د چمتو والی خبر وركړ او ویې ويل د درستو هيوادونو ما هران د ايران له ایټمی تا سيساتو كتنه كو لې شی ځكه چې د ايران ایټمی فعا ليتو نه د سيمې د هيوادونو لپاره هیڅ ډول خطره نلر ی .
د لبنان د پارليما ن مشر هم په دغه كتنه كې د دې خبرې په كولو سره چې د ايران او لبنان د ملګر تيا و پراختيا به په سيمه كې د امنيت د ټينګيدا سبب شی وويل اسلامی ايران نن په سيمه كې مهم رول لر ی .
ده زيا ته كړه اوس د سيمې هيوادونه بايد دا اجازه ورنكړی چې پردی دفارس خليج د هيوادونو تر مينځ اختلافات رامينځته كړی چې په دې زمينې كې اسلامی ايران مهم رول لو بولې شی .
872269
captcha