د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،چې له اطلاع رسولو مركز «alwefaq.net»، یې نقلوی
العالم ټيليويژنی چينل راپوروركړ د بحرين د انقلابی ځوانانو د فرورۍ د څوارلسم ائيتلاف نن د يوې اعلامیې په خپروولو سره د سبا لپاره په درست هيواد كې د آل خليفه رژيم په ضد د ولسی اعتراضيه مظاهرو غوښتنه وكړه .په اعلامیې كې راغلی دی ددغو لكونو خلكود لاريون موخه د بحرين دډاكټرانواوسياسی فعالانوپه ضددآل خليفه رژيم دظالمانه حكمونوپه خلاف ولسی كركې نندارې ته وړاندې كول دی . دځوانانودغه ايتلاف له ټولواورګانونو،ادارو، شركتونو، تاجرانو اومحصلينوغوښتی دی له آل خليفه رژيم سره خپل ملاتړونه ختم كړی او ولس سره دې خپلوانقلابی موخو ته په رسيداكې مرسته وكړی .
دا په داسې حال كې دی چې د بحرين په ځينو سيموكې دهغوبنديانود خوښی كيدالپاره دمظاهروترسره كيدا هماغه راز دوام لری چې د آل خليفه رژيم په ظالموفيصلوسره په بندونو كې شپې سبا كوی
په دې بيانیې كښې په بحرين كې د ولسی اعتراضونو په زياتيدا ټينګار سره وويل ال خليفه رژيم خپل روا والی له لاسه وركړی او د مظاهره چيانو په ځپلو سره روا والی نشی ترلاسه كولای.
د بحرين د فرورۍ د مياشتې له څوارلسمې نیټې راهسې د ال خليفه ديكتاتور رژيم پرضد د ولسی اعتراضونو ډګر دی او د ال خليفه رژيم په مخالفانو دسعودی عربستان، بحرين ، اردن او متحده عربی اماراتو دپوځيانو په حملو كښې تراوسه په سلګونو كسان مړه او ژوبل شوی او په زرګونو كسان له خپلو كارونو ليرې كړی شوی او ډاكټرانو ته دژوبلو مظاهره چيانو دمعالجې كولو په خاطر دپينځلس كاله بند سزا وركړل شوی ده .
د سعودی عربستان او بحرين عسكرو په جوماتونو حملو سره قران مجيدونه هم سوزولی .
872176