IQNA

په تهران كې د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ پنځم نړيوال كانفرنس پای ته ورسيد

20:33 - October 03, 2011
د خبر لمبر: 2198299
نړيواله ډله: د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ پنځم نړيوال كنفرانس پرون د يوې بيانیې په صادرولو سره خپل كار پای ته وروسوه.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې كنفرانس كې چې د ايران د اسلامی شورا په بلنه په تهران كې ترسره شو، د څه دپاسه ۸۰ هيوادونو پارلمانی مشرانو، دمقاومت مشرانو، پوهانو، سياسی، رسندويی او كلتوری فعالينو، شخصيتونو او بيلابيلو جوړښتونو ګډون كړی و.
دغه كنفرانس د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای په څرګندونو سره چې د فلسطين د اساسی او ستراتيژيكو مسلو په اړه وې، پيل شو.
د غونډې په پاييزۍ بيانیې كې هم چې بیګاه خپره شوه، په شلو ما دو كې د د فلسطينيانو د مقاومت د پياوړتيا، په ساتلو كې د اسلامی انقلاب د ستر مشر په خبرو كې د مطرح شويو تدبيرونو او دریځونو ټولګه ، د كنفرانس د رسمی ميثاق په توګه ثبت شو.
د اسلامی نړۍ د لومړيتوب او اصلی موضوع په توګه د فلسطين په مسلې ټينګار، د صهيونست رژيم له منګولو د فلسطين آزادول، د كنفرانس چورليزی موضوګانې وې.
فلسطينيان د وطن په لټه كې نه دی، ځكه چې له فلسطينه پرته بل ټاټوبی نلری.
دا د كنفرانس د پاييزې بيانیې يوه ماده ده چې له دې مسلم نړيوال حق څخه پرته ، هره طرح د فلسطين دملت د روا حقوقو د ضايه كيدو لپاره د هڅې په توګه يادیږی.
په بيانیې كې جوته شوې، داسراييل رژيم ته د يهودی ماهيت د ترلاسه كولو او منلو لپاره هڅې ،د دسيسو د كړيو د بشپړتيا په معنی دی چې هڅه كوی فلسطين هويت نا بود كړی، او د ۴۸ كال د نيواكی سيمو د پاتې فلسطينيانو د دكډولولو لپاره لازم پوښښ برابر كړی.
ځكه په دې دسيسې كې هر ډول ګډون، او يا په مقابل كې یې چپتيا، د فلسطين ملت او مسلې په خلاف ستر ظلم بلل كیږی، چې د ټولو مسلمانانو، عربانو او دنړۍ د پتمنو ملتونو له مخالفت سره به مخ شی.
په پاييزې بيانیې كې همداراز ، د فلسطين د زيات شمير پارلمانی غړيو په شمول، د زرګونو فلسطينيانو په تښتولو او بندی كولو كې د صهيونست رژيم غير قانونی اقداماتو ، هره ورځ د ښځينه او نارينه او ماشومانو وژلو ، برابر شوی ترورونو، د اقتصادی جوړښتونو ورانولو، همداراز د صهيونست رژيم د اټومی وسلو ګواښونو ته په اشارې سره، له حكومتونو ، پارلمانونو، نړيوالو ادارو وغوښتل وشوه چې د دغو اقداماتو او ګواښونو په مقابل كې عمل وكړی.
دغه موضوګانې چې په كنفرانس كې وجاجول شوې، د فلسطين له برخليك سره اړونده مسلو يوه كړۍ ده ، خو د دغو مسلو اهميت او پراخوالی، بې شكه تر دې وچ دی چې د يوې بيانیې په چوكاټ كې ځای شی، په عين حال كې يوه مسله روښانه ده، هغه داچې ټولې وړاندې شوی سيمه ايزې او نړيوالې هڅې او لارې چارې، په تيرو لسيزو كې د مسلی اصلی جرړې يعنې د فلسطينی ټاټوبی نيواك ته د بې پامۍ په علت، بې نتيجې پاتې دی.
روښانه د ه چې په فلسطنی ټاټوبو كې د صهيونست رژيم ښارګۍ جوړول، چې د نفوسو د جوړښت د بدلون او په نهايت كې دفلسطين د يهودی كولو په اړه يو سياست دی، ډير اهميت لری.
خو بايد هير نكړو چې دغه مسلې ، د فلسطينانو په حقوقو د تيری، او نيواګريو د اصلی موضوع يوه برخه ده .
له دې كبله ده چې د فلسطين د ملت د حقوقوق تحقق، بايد د نړيوالو د منلو وړ او منطق په اساس په يوې لارې چارې كې ولټول شی.
دغه لاره چاره، د مسلمانانو، عيسايانو، يهودانو، په شمول د فلسطين د قانونی مالكينو په ګډون، د ټول پوښتنه ده چې بايد فلسطينی ملت هم د نورو ملتونو په څير دغه فرصت وركړل شی،چې د خپل نظام جوړښت په آزاده توګه وټاكی.
اوس د فلسطين له حقوو ملات، يواځې د غزې د وران شويو سميو په رغولو او د ژوند اړتياوو په تامينونو كې نه خلاصه كیږی،كه څه هم چې دا ، اسلامی او انسانی دنده ده.
هغه څه چې د اسراييلو له جنايتكاره رژيمه د فلسطين د ملت په آزدادولو كې اغيز من دی،له سياسی ملاحظو لرې،داسراييلو نيواګرۍ د پای لپاره هڅې او جدی اراده ده .
په سيمې كې نوې سياسی فضا ته په پام سره،د صهيونستی شركتونو د شيانو بايكاټ، له دغه رژيم سره د ګازو د صادرولو د بندولو په شمول د هر ډول سياسی او اقتصادی مناسباتو بندول،داسې اقدامات دی چې اسراييل په لا زياتې انزوا كې راوستی شی.
ځكه چې په ا وسنيو شرايطو كې چې په سيمې او عربی، او د افريقا د شمال په هيوادونو كې د ملتونو ستر پاڅون او اسلامی ویښتيا، امريكا او صهيونست رژيم منزوی او په سخت دباو كې راوستلی، په اسلامی امتونو د نا عادلانه تپل شويو مناسباتو د بدلون لپاره نوې فضا رامنځته كړې.
خو په هر حال بايد ووايو چې ددغه هدف تحقق له يوې خوا د ملګرو ملتونو اقداماتو او ملاتړ ته اړتيا لری او له بلې خوا هم د ټولو اسلامی هيوادونو منسجمو هڅو ته اړتيا لری.
862640
captcha