سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د حج د چارو د مسئولانواوچاروالوپه ټول كې حج له اسلامی امت سره د ارتباط اودمعنوی ګټولپاره ډيرارزښمن اولوړفرصت وباله او د حج په دستورو كې ئې د اسلامی ویښتياله څپې سره د مقابلې او د اختلاف د رامينځته كولولپاره د دښمنانوهلوځلوته په اشارې سره ټينګار وكړ،پردغې دسيسې دبرلاسی لپاره يوزنۍلاره دزړونونزديكيدااوديوه زړتوب پياوړتيا ده .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای حج د اسلام يو اساسی رازاولويه الهی ميلمستيه وبلله او زياته ئې كړه بايددحج په نړيوال اوعمومی اړخ كې دمليتونو،قوميتونواومذهبونو په نظركې له نيولوپرته داسلامی پيوندونو پياوړتيااويووالی ته زيات پام وشی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې مسلمانان يو واحدبدن دی وويل ايرانی حاجيان بايدپه دغه ډول نظرسره په حج دستوروكې نړيوال اوعمومی شتون ولری اوله استكباراودهغو له تالی څټو سره په مبارزې كې خپله ديرش كلنه تجربه هغوملتونو ته چې تازه ئې انقلاب راوستی ډالۍكړی
حضرت ايت آ... خامنه ای همداراز په ايران كې په همداوروستيوكې بانكی فسادته په اشارې سره روښانه كړه قضائی مسئولان دموضوع په جدی تعقيبولواوخلكو ته ددقيقو اطلاعاتو په رسولو سره بايددخاينانولاسونه غوڅ كړی .دوی دغه راز بياوفرمايل،البته يوشمير غواړی له دغې پیښې دمسئولانو ترپوښتنې لاندې دراوستولپاره ناسمه استفاده ترې وكړی، په داسې حال كې چې په حكومت، پارليمان او قضايه قوې كې مسئولان دخپلو دندو په ترسره كولو بوخت دی ،قضايه قوه دې بايد د بانكی فسادددوسيسې په باب د تعقيبونې په باب خلكو ته مناسبه اطلاع ورسوی او بايد د ايران قضايه قوه په ورانكارو، فساد ګرو او مفسدو كسانورحم ونه كړی
872543