IQNA

په ايران كې د قرآن د حافظانو شمير لس ميليون كسانو ته رسیږی

13:20 - October 04, 2011
د خبر لمبر: 2198833
د قرانی كارونو ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د اوقافواو د خيريه چارو د ادارې مرستيال تقی رضا يار وويل د زمان بندې د پروګرام په اساس په درست ايران كې د قرآن پاك د حافظانو شميرلس ميليون تنو ته رسیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه پرون د چهارمهال بختياری ولايت د اوقاف او خيريه چارو د عمومی مدير د معرفۍ د دستورو ترڅنګ نوموړی خبری آژانس ته وويل د دغه لوی رسالت تر سره كول د اسلامی انقلاب له معظم لارښو د سره د هيواد د اوقاف او خيريه چارو د ادارې د مسئولانو په كتنې كې د دغې ادارې په غاړه وركړل شوی دی.
هغه په درست ايران كې د قرآن د حافظانو اوسنی شمير يو ميليون تنه اعلان كړ او زياته ئې كړه د قرآن د حافظانو په تربيت او په قرآنی برخې كې د دغې ادارې سترې موخې ته رسيدا د كلتوری ادارو هراړخيزو ملګرتياؤ ته اړتيالری.
هغه د نړۍ د ۶۱ هيوادونو د نړيوالو سلو نامتو قاريانو په شتون سره د قرآن كريم د حفظ او قرا‌‌‌ءت د نړيوالو سياليو ترسره كيدا په روان كال كې د قرآن د فرهنګ په پراختيا كې د دغې ادارې يو بريالی پروګرام وباله.
872653
captcha