د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه وويل حج په اصل كښې داسلامی حكومت او دالهی ارزښتونو دواكمنۍ مخكښې دی چې د دغه ستر ظرفيت په ګټه پورته كولو كښې له ټولو امكاناتو استفاده و كړو.
د ايران ولسمشر د سيمې ننيو شرايطو ته په اشارې سره وويل دروان كال حج دنورو كلونو په نسبت دسيمې دبدلونونو په خاطر يو شمير توپيرونه لری ځكه چې نن سبا په ټوله دنيا كښې دداسې سترو حركتونو كتونكی يوو چې دملتونو دبيدارۍ سبب شوی دی او په نږدې راتلونكی كښې به دمستكبرانو ټاټوبی ته هم وغځیږی .
د ايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې دسيمې دملتونو ویښتيا دكمال او نيكمرغۍ څوكو ته درسيدا لپاره دبشری ټولنې دبشپړيدا لاره چټكوی وويل نن سبا ددنيا ټول خلك په توحيد، عدالت او الهی ارزښتونو پسې دی په دې ډول كه چيرې له دښمن څخه يو كوچنی فرصت هم لاس ته راوړی له هغه دعدالت دټينګيدا لپاره به استفاده وكړی .
هغه وويل د سيمې د ملتونو اصلی دښمانان امريكا او صهيونيسټ رژيم دی او دسيمې ملتونه او حكومتونه بايد هوښيار ووسی او اجازه دې ورنكړی چې ددغو بهيرونو مديريت او مشرۍ دپرديو لاس ته ورشی ځكه چې په دې بڼه كښې به بدلونونه نتيجه ورنكړی .
د ايران ولسمشر وويل هرچيرې چې ديكتاتور وی نو شاته به یې استكبار نظام ولاړ وی وويل دروان كال په حج كښې به دتيرو كلونو په نسبت زيات دامريكااو صهيونيسټ رژيم پرضد شعارونه وركړل شی ځكه چې په ځينو هيوادونو كښې دپرديو ځواكونو شتون دسيمې د ملتونو د اندیښنې سبب شوی .
873252