IQNA

ايت الله خامنه ای: په دين له تكېې پرته د ځواك پای ظلم او وحشی ګری ده

19:43 - October 05, 2011
د خبر لمبر: 2199741
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ايت الله خامنه ای ټينګار وكړ د عزت او پرمختګ څوكو ته رسيدل يواځې په هيواد د مينو شخصيتونو او ايرانی ملت په شتون سره تر سره كيدلئ شی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ايت الله خامنه ای نن د ايران له يو شمير شخصيتونو سره په ليدنه كې څرګنده كړه د ايران اسلامی جمهوريت د وياړ، عزت او پرمختګ څوكو ته په رسيدا كې په هيواد مينو شخصيتونو، پوهانو او د ايران په هويت او برخليك مينو خلكو ته اړتيا لری.
هغوی هم دا راز په دين له تكېې پرته د ځواك پای ظلم او وحشی ګری وبلله او پر دې واقعيت ېې ټينګار وكړ چې هر ملت چې غواړی په اوسنۍ له طوفانونو په ډكه دنيا كې ځان وساتی او د نړيوالو قدرتونو د فوځی، امنيتی، كلتوری، اخلاقی او سافټ ويری يرغل مخه ونيسی داسې شخصيتونو ته اړتيا لری چې اصلی موخه او هدف او ټول فكر او خيال ېې يواځې د خپل هيواد او ملت وياړ عزت او پرمختګ وی او ايمان تر ټولو مهم عامل دئ چې كولای شی په عميق ډول باطنی احساس را ژوندئ كړی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په وروستيو ۳۳ كلونو كې د ايران د ملت پرمختګونه د ايمان، احساس او په ايران پورې د دې هيواد د شخصيتونو د زړه تړلو له امله وبلل او څرګنده ېې كړه د پرديو له هر اړخيزو فشارونو سره سره، په بيلابيلو برخو كې په سلګونو پياوړی قدرونه او شخصتونه په فداكارانه هڅو او لويو او تل پاتې كارونو بوخت دی.
حضرت آيت الله خامنه ايی هم دا راز په علمی مباحثو كې پردی ځپنه باطله وبلله او زياته ېې كړه هماغه ډول چې په ځلونو مو ويلی د پوهې لاس ته راوړلو لپاره دې ته حاضر ېو چې د نورو شاګردی وكړو خو نه بايد تل ترتله شاګردان پاتې شو بلكې غواړو د ايران ملت داسې يوه ځای ته ورسی چې نور ېې شاګردی وكړی .
هغوی د لويدیځ په وړاندې د پهلوی حكومت د عناصرو او سياست والو حقارت او ځان بايلنې ته هم اشاره وكړه او ټينګار ېې وكړ هغوی د لوېو فكری او كلتوری زيرمو او ځلانده پخوا لرونكئ ايران د لويدیځ په وړاندې په هیڅ حساباوه خو اسلامی انقلاب دا ارتجاعی تفكر له منځه يووړ.
874114
captcha