د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «ism-france» ويب پاڼې یې نقلوې چې صهونيسټ رژيم د يهوديانو نوی كال په مناسبت په الخليل كې ابراهيمی جومات د لسطينيو لمونځ ګوزارو پر مخ وتړهّ.
راپور ښئ صهونيسټ رژيم پرون ناوخته يو ځل بيا د نوموړی جومات په تړلو سره ابراهيمی حرم ته د مسلمانانو ورتګ بند كړ او يوازې صهونيسټانو ته د ورتلو اجازه وركوی.
په الخليل كې د فلسطين د دينی چارو او اوقافو د ادارې مدير زياد الجباری د صهوينسټ رژيم دغه ناوړه اقدام په سخته محكوم كړ. ابراهيمی جومات يا ابراهيمی حرم له الاقصی جومات وروسته په فلسطينی ټاټوبی كې دوهمه مهمه اسلامی ودانۍ ده.
873915