IQNA

علی لاريجانی: له جرمونو سره غوڅ چلند د امنيت د پراختيا لامل كېږی

17:22 - October 07, 2011
د خبر لمبر: 2200340
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د اسلامی شورا مشر، د قران پاك او حديث د دانش نامې د پرانستلو په مراسمو كې، له جرمونو سره د پوليسو غوڅ او قاطع چلند په ټولنه كې د امنيت او آرامښت د پراختيا لامل وباله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر، علی لاريجانی بیګا د قم ولايت كې د قران پاك او حديث د دانش نامې د پرانستلو په مراسمو كې امنيت په ټولنه كې د ټولنيزې، كلتوری او اقتصادی پراختيا بنسټ وباله او ویې ويل چې له جرمونو او مجرمينو او هغو كسانو پروړاندې چې د ټولنې نظم او آرامښت ګډوډوی د پوليسو او قضاييه قوې قاطع چلند به په ټولنه كې د امنيت او آرامښت د پراختيا لامل شی.
874818
captcha