IQNA

د وال سټيريت لاريونونه، په امريكې كې د قدرت او پانګې د لړۍ د ماتولو په لور روان دی

22:49 - October 08, 2011
د خبر لمبر: 2200756
سياسی ډله: د وال سټيريت لاريونونه چې له دريو اونيو راپه ديخوا په امريكا كې روان دی اوس له نيويارك سربيره بوستون، شيكاګو، لاس انجلس او سياتل ښارونو ته هم پراخ شوې.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د مينځنې ختیځ د وروستی بدلونونو نه پس او د اسلامی ویښتيا د څپې چې په مصر تيونس يمن بحرين، ليبيا او ... له دې پاڅونونو څخه مختلفې شننې تر لاسه كیږی چې هر يو ځانته يو بيلګه اړخ لری خو په دې ټولو كې د امريكې په وال سټریټ كې مظاهرو نړۍ او بيا تيره د امريكې واكمنان ډير حيرانه كړی دی
د وال سټيريت لاريونونه چې له دريو اونيو راپه ديخوا په امريكا كې روان دی اوس له نيويارك سربيره بوستون، شيكاګو، لاس انجلس او سياتل ښارونو ته هم پراخ شوې.
دا په داسې حال كې ده چې په دې مظاهررو كې د پانګونې د نظام په ضد له اعتراضونو سر بيره د عراق او افغانستان د جګړې او په دې هيواد كې د بې كارۍ د زياتيدو په ضد هم خلك اعتراضونه كوی .
همدارنګ تيره ورځ د واشنګټن په سلګونو اوسيدونكو هم د سپينې ماڼۍ مخ ته په راټوليدو سره د افغانستان د جګړې په وړاندې شعارونه وركړل او له دې هيواده ېې د امريكايی عسكرو د وتلو غوښتنه وكړه .
لاريون كوونكو د امريكا د اقتصادی حالت د خرابيدلو لامل د امريكا سلطه غواړی سياستونه او د امريكايانو له خوا د افغانستان او عراق نيواك او اشغال وباله.
مظاهره كوونكو جمهوری غواړی او ديموكراتان دواړه د امريكا د اقتصادی بحران عامل وبلل.
875314
captcha