IQNA

آل سعود كورنۍ د شيعه مسلمانانو پر ضد د دسيسې مسوله ده

22:48 - October 08, 2011
د خبر لمبر: 2201105
نړيواله ډله: د سعودی عربستان په ختیځ كښې د العواميه ښار خطيب او د جمعې لمانځه امام ال سعود كورنۍ د شيعه مسلمانانو پرضد د دسيسې مسوله وبلله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټيلی ويژن یې نقلوی چې د سعودی عربستان په ختیځ كښې د القطيف ولايت د العواميه سيمې خطيب او د جمعې لمانځه امام شيخ نمر باقر ال نمر د دغه ښار وروستيو پیښو ته په اشارې سره وويل د عربستان امنيتی ځواكونه د العواميه د وروستيو پیښو مسولان دی او له وروستيو پیښو سره د خارجی خوا د ارتباط په باره كښې د عربستان د مسولانو ادعا بې بنسټه او بې بنياده ده.
د سعودی عربستان په العواميه سيمه كښې په تيرې دوشنبې ورځ د امنيتی عسكرو لخوا په مظاهره چيانو ډزو كښې د عربستان يو شمير سوله ايز مظاهره چيان ژوبل كړې شوی وو.
د سعودی عربستان حكومت چې په سلګونو كلونو كیږی د امريكا ،انګلستان او ځينو نورو اروپايی هيوادونو په مټ په هيواد كښې ديكتاتورۍ ته دوام وركړی دی خلكو ته په قدرت كښې د ګډون هیڅ اجازه نه وركوی او خلك د بيان ازادۍ هم نلری.
سعودی عربستان له سلګونو كلونو راهسې د امريكا او انګلستان هره خبره منی همدغه وجه ده چې امريكا ،انګلستان او ملګری یې هڅه كوی چې د ال سعود كورنۍ هميشه په قدرت كښې وی.
په اكثرو عربو هيوادونو په تيره بيا سعودی عربستان ،اردن ،بحرين ، مراكش ، متحده عربی اماراتو ، مصر او ډيرو نورو عربو هيوادونو كښې ديكتاتور حكومتونه ټينګ دی.
875403
captcha