IQNA

د امام رضا عليه السلام نړيوال ټيلی ويژن نن خپرونې پيلوی

16:55 - October 09, 2011
د خبر لمبر: 2201456
ټولنيزه ډله: د امام رضا عليه السلام نړيوال ټيلی ويژن د امام رضا عليه السلام د نوم، اخلاقو او عقايدو د خپرولو په هدف سره نن په نايل سپوږمكۍ خپرونې پيلوی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حضرت امام رضا عليه السلام د ټيلی ويژن چينل د عمومی اړيكو د راپور پراساس دغه سپوږمكۍ ټيلی ويژن چينل چې په عربۍ ژبه ده او سبا په نايل سپوږمكۍ باندې په باندې ازمیښتی خپرونې پيلوی.
دغه سپوږميز ټيلی ويژن چې خپل پروګرامونه په عربۍ ژبه خپروی د اسلامی راډيو او ټيلی و يژن چينلونو د اتحادیې غړی او د ثامن نړيوال ټيلی ويژن ټولګۍ دوهم چينل دی چې د حضرت علی ابن موسی الرضا عليه السلام له نيكمرغه زوكړې سره په يو وخت خپل كار پيلوی.
د دغه ټيلی ويژن چينل دعمومی اړيكو مسولې ميرمن چيذری د امام رضا د نړيوال سپومكۍ ټيلی ويژن د جوړولو هدف د اسلامی اخلاقو او تربينی مفاهيمو خپرول او د علی بن موسی الرضا عليه السلام د كلتور پراخول وبلل.
د ايران په هكله بل خبر دا چې د ايران د ولسمشر لومړی مرستيال وويل ايران د بریښنا له نظره په مينځنی ختیځ كښې لومړۍ او په دنيا كښې شپاړسم مقام لری.
هغه وويل ايران چمتو دی ګاونډيو هيوادونو ته بریښنا صادره كړی او زياته یې كړه چې د ډيمونو په جوړولو كښې ايران ځان بسنې ته رسيدلی او د ايران كارپيژاندی تر ټولو ستر او پيچلی ډيمونه پلان او اجرا كوی.
874242
captcha