د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين سياسی فعال شيخ حسين حداد پرون العالم ټيلی ويژن ته وويل د بحرين د نيول شويو ډاكټرانو د اعترافاتو له خپريدا چې تر شكنجې كيدا لاندې اخستل شوی د ال خليفه ديكتاتور رژيم هدف د عمومی افكارو تر اغيز لاندې وروستل دی خو د بحرين د خلكو د هوښيارۍ په دليل ال خليفه رژيم په دغه هدف كښې ناكامه شو.
شيخ حسين الحداد وويل د بحرين ال خليفه رژيم په بریښنا شكنجې او مختلفو رودو سره له بنديانو په دروغو اعترافات اخلی خو د بحرين خلك ښه پوهیږی چې دغه اعترافات جعلی او دروغ دی.
هغه د بحرين په اړه د امريكا دوه ګونه سياست وغنده او ویې ويل امريكا له يوې خوا د بحرين رژيم ته د وسلو په وركولو سره د حكومت د مخالفانو په ځپلو كښې مرسته كوی او له بلې خوا مخالفان خبرو اترو ته وربولی.
سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، اردن او كويت د امريكا په اجازې سره بحرين ته عسكر استولی او هلته د خلكو په وژلو او ځپلو كښې لاس لری چې دغه كار د بحرين ټولو خلكو په كلكه غندلی.
امريكا او انګلستان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره هر كار ترسره كوی. د بشری حقوقو، ډيموكراسۍ او د بيان د ازادۍ په اړه د امريكا، انګلستان او د دوې د نورو اروپايی ملګرو ادعا دروغ دی.
874914