د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې حمزه حسن له العالم ټيلی ويژن سره په مركه كښې وويل د ترهګرو په فهرست كښې د سعودی عربستان په الشرقيه سيمه كښې د العواميه ښار د اعتراض كوونكو په وروستلو كښې د سعودی عربستان د رژيم هڅه چې په يوه اقدام كښې له دې وړاندې ترسره شو او د همدغه سيمې خلك یې له خدای پاك او رسول اكرم صلی الله عليه واله له د دښمنۍ په فهرست كښې شامل كړی وو هیڅ تفاوت نلری او په همدې پلمې او نوم سره ډير خلك پانسی شول.
د سعودی عربستان پوځيانو پرون د دغه هيواد په ختیځ كښې په القطيف او العواميه ښار كښې د خلكو په مظاهرو حملو سره چې د واكمن ر ژيم په ظلم اعتراض كښې په سوله ايز ډول ترسره كيدلې د يوې ښځې په شمول څلورويشت كسان ژوبل كړل.
د سعودی عربستان دغه كارپيژاند حسن العربيه ټيلی ويژن د سعودی عربستان د رژيم د جنايتونو د پراخولو ديوه اوزار په توګه ياد كړ او ویې ويل العربيه ټيلی ويژن په رسندوی جنجال او په لسګونو مغرضانه شننو خپرولو سره په خپلو پروګرامونو كښې پروپاګنډه كوی چې د سعودی عربستان شيعه مسلمانان دې بايد قتل كړې شی.
هغه وويل د سعودی عربستان حكومت په ښه ډول پوهیږی هغه فعاليتونه چې په عربستان كښې كیږی سوله ايز دی او دا حكومت دی چې له ټوپكو كار اخلی او په ختیځ كښې په لسګونو بې ګناه خلك ژوبلوی.
د سعودی عربستان ال سعود واكمنه كورنۍ چې سلګونو كلونو وړاندې انګلستان په قدرت كښې كينولی ده او د امريكا ، انګلستان او د دوې د ملګرو ګټې تامينوی په قدرت كښې خلكو ته هیڅ ګډون نه وركوی او ټولې پيسې او واك د دغه كورنۍ په واك كښې دی او اوس د عربستان خلك راپاڅيدلی دی چې د انتخاباتو د ترسر ه كيدا او د خلكو د بيان دازادۍ غوښتنه كوی خو حكومتی عسكر خلك په سخته ځپی.
876024