د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د ولايت د اسمان د اتم ځلانده ستوری حضر ت امام رضا عليه سلام د نيكمرغه زوكړې ورځ ده او د ايران درست اولس د هغه بزرګوار په سپیڅلې حرم او نورو مذهبی ځا يونو كې په شتون سره جشنونه تر سره كوی.
د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) يو پاك اهل بيت حضرت علی بن موسی الرضاعليه السلام ۱۲۸۴ كاله وړاندې د ۱۴۸ سپوږميزيا قمری كال د ذيقعدې په ۱۱ نېټه په مدينه ښار كې وزږيد.
امام رضا ع په ۱۸۳ سپوږميز كال كې د خپل قدرمن پلار، حضرت امام موسی كاظم ع له شهادت وروسته، د اسلامی ټولنې لارښونه پر غاړه واخيسته.
هغه حضرت په خپل وخت كې داسلامی نړۍ تر ټولو غوره شخصيت و.
له همدې امله، د عباسی واكمن مامون د خپل موقعيت د ټينګولو او په اسلامی نړۍ كې د امام رضا ع د اغېزې كمولو لپاره، هغه حضرت په ظاهر د خپل وليعهد په توګه وټاكه چې داپه حقيقت كې د امام رضا ع تر كنټرول لاندې راوستل و.
نو ځكه یې امامبزرګوار هغه مهال د ايران په شمال ختیځ كې په مرو كې د خپل خلافت مركز ته وباله.
حضرت امام رضا ع د زور او جبر له امله دغه وړانديز ومانه، كه څه هم چې امام ع هماغه شان د حكومت د مامورينو تر كنټرول او دباو لاندې و، خو له دې شرايطو سره سره، هغه حضرت د خراسان د سيمې د خلكو په شمول په ټولو مسلمانانو كې ډېره اغېزه درلوده او خلك یې د اهل بيت او د پيغمبر ص د كورنۍ له حقانيت خبركړل.
امام رضا (ع) نه يوازې په لوړو انسانی او معنوی، خويونو او صفتونو ،د نفس پرشرافت، تقوا او پرهيزګارۍ په زيور پسوللی و، بلكې د بېلابېلو دينونو او مذهبونو له پوهانو سره یې په مناظرو او بحثونو كې هم پر اسلامی معارف او مختلفوعلومو كې خپله پراخه پوهه ثابته كړه.
له حضرت رضا (ع) څخه ارزښتمنې ويناوې پاتې دی چې ټولې یې ګټورې او له پنده ډكې دی .د هغه د نيكمرغه زوكړې د كليزې د مباركۍ تر څنګ د غوره اخلاقو په اړه د هغه بزرګوار يوې ارزښتمنې وينا ته ستاسو پام اړوو .
هغه برزګوار فرمايی :
په قيامت كې به هغه څوك ماته نږدی وی چې په دنيا كې د نيكو اخلاقو څښتن او له خپلې كورنۍ سره ښه چلند كوی .
875953