د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر د دې خبرې په كولو سره چې په ډګر كې د خلكو شتون ذهنونه او نظرونه اصلاح كوی وويل كله د خلكو په نامې سره سمندر روانیږی، نو روحیې ورسره زياتیږی او خنډونه او مشكلات به هم ورسره ختم شی.
ډاكټراحمدی نژاد د خپلو خبرو په بلې برخې كې د همدان د هوښياراو ځير ولس په قدرونې سره وويل په حكومت كې د ملت له خادمانو په هر كلی كې د علماؤ، روحانيونو، پوهنتونوالو، محصيلينو، صنعتكارانو، هنرمندانو، لوبغاړو او ځوانانو پشمول د خلكوله ټولو پرګنو د زړه له قومې مننه او قدرونه كوو.
875928