د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز almasdaronline، یې نقلوی چې علی عبدالله صالح پرون وويل په راتلونكو څو ورځو كښې له قدرت څخه څنګ ته كیږی. شناندی وايی چې دا د يمن د ديكتاتور لخوا يو بل تاكتيك دی چې ترسره كوی یې.
د يمن د حكومت يوه مسول وويل ولسمشر علی عبدالله صالح نيت لری چې يوې موافقې ته ورسیږی چې د مياشتو مياشتو ناكرارې پاې ته ورسوی.
د يمن ديكتاتور چې په ۱۹۷۸ ميلادی كال كښې د امريكا، انګلستان، سعودی عربستان او ځينو نورو ار وپايی او عربو هيوادونو په مټ واك ته رسيدلی او د همدغو هيوادونو په مرستې سره اوس هم ديكتاتورۍ ته دوام ور كوی په هيواد كښې د خلكو له ستر پاڅون سره مخامخ دی.
د يمن خلك له قدرت څخه د دغه خونړی ديكتاتور د څنګ ته كيدا غوښتونكی دی خو حكومتی عسكرو خلك په سخته ځپلی او په سلګونو مظاهره چيان یې وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل كړی هم دی.
874889