IQNA

جمعيت الوفاق: په بحرين كې به افراط پالنه خطرناكې پايلې ولری

17:05 - October 09, 2011
د خبر لمبر: 2201745
نړيواله ډله: د بحرين د اپوزيشن له ټولو غټ ګوند جمعيت الوفاق په يوې اعلانیې كې روښانه كړه كله چې ولس ځپل كیږی او هغوی ته د عقايدو د بيان اجازه نه وركول كیږی، نومنطقی خبره ده هغوی د افراط پالنې او محافظه كارۍ په لوركاږل كیږی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنان ورځ پاڼې الانتقاد یې نقلوی چې د بحرين د اپوزيشن له ټولو غټ ګوند جمعيت الوفاق يوه مسئول مقام ټينګار وكړ د بحرين د ولسی پاڅون مشرانو په ځلونو له اعتراض كونكوغوښتی دی په سوله ايزو لارو چارو په تكیې سره د خپلو غوښتنو پوره كيدا تعقيب كړی.
په بيانیې كې راغلی دی د بحرين د ولس د اتحادپه ضرورت په ټينګارسره زياته كړه د آل خليفه رژيم د دې جوګه نه دی چې د اهل تشيع او اهل تسنن ترمنیځ درز او نفرت رامينځته كړی.
په بحرين كې ولسی پاڅون دې حد ته رسيدلی چې نور د آل خليفه رژيم هر ډول دسيسه او د نيواكګروعسكروهیڅ ډول جنايتونه به ئې خپلو حقوقو ته له رسيدو ونه غړوی او د آل خليفه وروستۍ شپې ورځې هم ختميدا دی.
دې ګوند د احمد القطان د شهادت په محكومولو سره ټينګار وكړ چې ددې زلمی شهادت په هيواد كې د ډيموكرسی د نافذيدو د غوښتنې لامل ده.
874924
captcha