IQNA

سردار جعفری: سپاه پاسداران د دښمنانو د دسيسو د شنډولو لپاره بشپړچمتو دی

19:02 - October 10, 2011
د خبر لمبر: 2202545
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك قوماندان سردار محمد علی جعفری نن د ايران په شمال لويدیځ كې د قمربنی هاشم د غونډ د ځواكونو په كتنې كې له ولايت سره عشق دښمن ته غاښ ماتونكی ځواب وباله او د دې خبرې په كولو سره چې د ټولنې اساسی اړتيا د امنيت تامنيول او د اسلامی حكومت غوره دنده ده
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك قوماندان سردار محمد علی جعفری روښانه كړه د اسلامی انقلاب د برياؤ ساتل او په اسلامی ټولنې كې د امنيت ټينګول د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو يو اساسی رسالت دی.
سردار محمد علی جعفری د ايران په شمال لويدیځی پولو كې له استكباری قدرتونو سره د اړونده ترهه ګرو ډلګيو خوځښتونو ته په اشارې سره روښانه كړه د اسلامی انقلاب مبارزان په بشپړ چمتووالی سره د مځكنۍ بشپړتيا او هم دا راز د اسلامی آئیډيالونو او ارزښتونو په ضد هر ډول ګواښ په هوښيارتيا او ځيرتيا سره شنډوی اوغاښ ماتونكی ځواب به وركړی.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ستر قوماندان د پیّلو او تالی څټو ترهه ګرو ډلګيوعمليات د استعماری قدرتونو د ناكاره نظر یې نتيجه وبلله او وې ويل د ايران ځوان مسلمانانو په بصيرت او پوهې سره د اسلام د دښمنانو دسيسې شنډې كړی دی او لوړو او ارزښمنو اسلامی موخو ته د رسيدو لپاره د خپل ژوند تر قربانولو پورې مقاومت كوی.
877158
captcha