IQNA

د عربستان د شيعه ميشته سيمې د ال سعودی ټانكونو لخوا كلابندی شوی

19:01 - October 10, 2011
د خبر لمبر: 2202547
نړيواله ډله: د عربستان حكومت د ولسی اعتراضونو د پراختيا له ويرې ، د قطيف ښار ته څيرمه ټانكونه ځای پر ځای كړی دی. پرس ټی وی راپور وركړ، دعربستان وسله والو ځواكونو د دغه هيواد د مقاماتو په حكم، د قطيف كړكيچن ښار شاو خوا ته ټانكونه ميشت كړی دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، عينی شاهدانو ويلی، په څو تيرو ورځو كې، د عربستان ختیځ ته ټانكونه او ځواكونه منتقل شوی دی.
د دغه راپور په اساس، د آل سعود مقامونه چې د شيعه ميشتو سيمو كې د مخالفينو له مقاومته غافل شوی وو، نو غوره یې وبوله چې دبحيرن په څير د اوسپنيز سوك په استفادې سره د اعتراضونو د ځپلو او د نا آراميو د پراختيا د مخنيوی لپاره اقدام وكړی.
خبرونه هم وايی، په دغو سيمو كې د عربستان د ځواكونو له ميشتولو سره سره، د مياس ، المدنی، البحاری، سيمې نا آرامې دی، او د آل سعود ځواكونه د ويرې او ترهې د رامنځته كولو لپاره له جنګی مرميو استفاده كوی.
همداراز د سعودی ځواكونو په قطيف ښار كې دپلټنې پوستې جوړې كړی، او هڅه كوی چې سيمې ته بيرته آرامی راولی، په داسې حال كې چې، په الشويكه ، الربيعه، او صفوی سيمو كې د د ځوانانو مظاهرې شوی دی چې پكې د نيول شوی كسانو آزادی یې غوښتل.
د دشنبې په شپه ،د قطيب ښار د ځوانانو او امنيتی ځواكونو تر منځ بيلابيلې نښتې هم شوی امنيتی ځواكونو هم هوايی ډزې كړی دی.
له بلې خوا د ختیځو سيمو د اعتراضونو ځپل، په عربستان د زياتو نيوكو سبب شوی دی.
دعربستان وتلی سياسی فعال، شيخ حسن الصفار د خلكو د ځپلو په غندلو سره وويل، د عربستان ځواكونه د فرقه پالنې او د مذهبی احساساتو د راپارولو په لړ كې دغه اقدامات كويی او زمونږ له نظره محكوم دی.
هغه د عربستان د داخله وزارت وروستۍ بيانيه، د خلكو د پاكو مذهبی احساساتو راپارول دی، او وې ويل، دغه بيانيه په سيمې كې د قومی او مذهبی تاوتريخوالو اور ته لمنه ووهله .
د عربستان حكومت د جمعې په ورځ، په راپارونكی اقدام كې د يوې بيانیې په صادرولو سره، د العواميه ښار وروستۍ پیښې، په خارجی هيوادونو پورې اړونده وبللې، او د سيمې له خلكو یې هم وغوښتل چې خپل هيواد ته اړوندوالی وښيی.
دا په داسې حال كې دی چې د العواميه سيمې د جمعې امام ښاغلی آيت ا... شيخ نمر باقر آل نم وويل، د عربستان په ختیځ كې د په نا امنيو كې د پرديو لاس لرل، بې اساس دی،او د سعودی امنيتی ځواكونه هم پخپله د كشالې او تاوتريخوالو مسول دی.
هغه ټينګار وكړ، سعودی عوامل د خلكو په تيره بيا د سپين ږيرو په نيولو سره ، د راپارونكو اقداماتو په لړ كې حركت كوی، او كه نيونې بې اساسې نوې، وروستۍ كشاله نه رامنځته كيدله.
النمر وويل، كه د سعودی رژيم په سيمې كې د كشالې د كنټرول غوښتونكی دی، بايد له بحرين څخه ځواكونه وباسی، او سياسی بنديان هم آزاد كړی، او د هغو كسانو له تعقيبه دې هم لاس واخلی چې په سوله ايزو مظاهرو كې یې ګډون كړی.
877159
captcha