IQNA

احمدی نژاد: د ربانی په ترور سره روښانه شوه چې دښمنان هیڅكله د سيمې ارامښت نه غواړی

11:28 - October 11, 2011
د خبر لمبر: 2202883
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران او افغانستان ولسمشرانو ددړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخيزه اړيكو پر پراختيا او د دښمنانو له طرحو سره د مقابلې لپاره د سيمې د هېوادونو ترمنځ د يووالی او يوه خوله توب په رامنځ ته كولو ټينګار وكړ.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد بیګا د افغانستان له ولسمشر حامد كرزی سره په ټلفونی خبرو اترو كې د برهان الدين ربانی د شهادت په اړه د بيا ډاډګيرنې او ددې جنايت د محكومولو ترڅنګ وويل چې د ربانی په ترور سره روښانه شوه چې دښمنان هیڅ كله هم نه غواړی چې د سيمې فضا آرامه او په افغانستان كې يووالی او روغه جوړه رامنځ ته شی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر همدارنګه برهان الدين يو اسلامی او انقلابی شخصيت وباله چې د افغانستان د ملت او دولت لپاره تل ښه ملاتړی پاتې شوی دی.
احمدی نژاد زياته كړه چې دښمنانو ددې مؤمن او زړه سواندی انسان په ترورولو سره ستر جنايت وكړ او نن بايد مرسته وكړو چې د افغانستان د ملت تحريك شوی عواطف په منطقی فضاكې په آرامښت بدل شی.
احمدی نژاد همدارنګه د دښمنانو له خوا جوړ شويو طرحو پر و ړاندې د سيمه د ملتونو او هېوادونو د هوښيارۍ او په سيمه كې د تفاهم او يوزړه توب د رامنځ ته كولو پر اړينتوب په ټينګار سره، د ايران، افغانستان او پاكستان هېوادونو ترمنځ د سلامشورو او خبرو اترو دوام په دې برخه كې د درې اړخيزه ناستو په چوكاټ كې اغيزمن كار وباله.
احمدی نژاد وويل چې دښمنان هیڅ كله هم نه غواړی چې زموږ په سيمه كې ورورګلوی او دوستی را منځ ته شی او موږ بايد يوبل ته د زړونو او فكرونو په نږدې كولو سره خپله ټوله هڅه په كار واچوو.
افغان ولسمشر حامد كرزی هم په دې ټلفونی خبرو اترو كې د افغانستان له دولت او ملت پر وړاندې د ايران د اسلامی له ښه نيته په قدرونې سره، د برهان الدين ترور ستره غميزه وبلله او د افغانستان دولت او ملت لپاره یې نه جبرانيدونكی زيان وباله.
كرزی وويل چې افغانستان تل په سيمه كې د تل پاتې سولې او امنيت له رامنځ ته كولو ملاتړ كوی، ځكه چې هغه د سيمې د ملتونو په ګټه بولی او په دې اړه د ايران، افغانستان او پاكستان درې اړخيزه غونډه مهمه ګڼل كېږی چې د ملګرتيا او دوستۍ د فضا د پياوړتيا لامل به شی.
877545
captcha