IQNA

احمدی نژاد: قران پاك او كامل انسان د حافظ د شعرونو چوليز دی

12:39 - October 12, 2011
د خبر لمبر: 2203667
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر قران پاك او كامل انسان د حافظ د شعرونو چوليز په بللو سره وويل د دنيا د ټولو بدبختيو عامل امريكا او صهيونيسټ رژيم دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې په يوې وينا كښې وويل امريكا او صهيونيسټ رژيم د ملتونو د بدبختيو اصلی جرړه دی او بايد په ټولو چغو سره د هغوې پرضد ووسو.
د ايران ولسمشر احمدی نژاد په دې خبرې ټينګار سره چې دديكتاتورۍ اساس داستعمارګرانو او مستكبرانو تخليق دی وويل نن سبا ټول ملتونه له موجوده حالته ناراضی دی او دانسانانو فطرت دبيداريدا په حال كښې دی .
د ايران ولسمشر وويل ملتونه يووخت پوزې ته راغلی وو او داستكبار سلطې اجازه نه وركوله دملتونو غوښتنه بيان شی خو نن سبا د فيصلو د ترسره كولو ډګر ته دملتونو دورننوتلو لپاره فرصت برابر شوی او داوسنيو بدلونونو بهير هم پراخ دی او نړيواله څپه ده .
دايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد دغه راز دملتونو دښمانان او مستكبر ان دمصر دوروستيو پیښو مسول وبلل او ویې ويل مستكبران پوهیږی كه چيرې دمصر خلك ازاد انتخابات وكړی او حكومت جوړ كړی نو دصهيونيسټ ضد او استكبار ضد حكومت به و ی په همدې علت نه غواړی دمصر خلك ازاد انتخابات ترسره كړی.
878273
captcha