د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، زمونږ خبريال وايی د كرمانشاه ښار خلكو چې له خپل مشر سره د ليدو په شوق یې شپه د ازادۍ ميدان په خواوشا كوڅو او واټونو او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود تيريدا په لاره كښې تيره كړه كرمانشاه ښار ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په ورتلو سره د مسلمانانو د ولی امر هركلی وكړ.
د دغه راپور پراساس د ايران د كرمانشاه خلكو له كرمانشاه هوايی ډګر تر شهيد بهشتی او ازادۍ سټیډيم پورې د مشر تابه د ستر مقام د ورتلو په لاره كښې دروازې جوړې كړی وې او د خلكو شمير دومره زيات دی چې د مشر تابه د ستر مقام ګاډی په ډير ځنډ سره د وينا ځاې ته ورسيد.
په دې هكله نور خبرونه او جزيات به وروسته درته وړاندې شی .
878352