IQNA

12:39 - October 12, 2011
د خبر لمبر: 2203669

د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای كرمانشاه ته رسيدلی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د ايران په لويدیځ كښې د كرمانشان ولايت د خلكو په تود هركلی او ولولې سره كرمانشاه ښار ته ورسيد.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، زمونږ خبريال وايی د كرمانشاه ښار خلكو چې له خپل مشر سره د ليدو په شوق یې شپه د ازادۍ ميدان په خواوشا كوڅو او واټونو او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود تيريدا په لاره كښې تيره كړه كرمانشاه ښار ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په ورتلو سره د مسلمانانو د ولی امر هركلی وكړ.
د دغه راپور پراساس د ايران د كرمانشاه خلكو له كرمانشاه هوايی ډګر تر شهيد بهشتی او ازادۍ سټیډيم پورې د مشر تابه د ستر مقام د ورتلو په لاره كښې دروازې جوړې كړی وې او د خلكو شمير دومره زيات دی چې د مشر تابه د ستر مقام ګاډی په ډير ځنډ سره د وينا ځاې ته ورسيد.
په دې هكله نور خبرونه او جزيات به وروسته درته وړاندې شی .
878352
captcha