IQNA

ايت الله خامنه ای: اسلامی ايران د خلكو په ملاتړ سره د دښمن په ټولو سختو او نرم چيلنجونو بريالی شوی

17:15 - October 12, 2011
د خبر لمبر: 2203936
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن د ايران په لويدیځ كې د كرمانشاه ولايت د لسګونو زرو خلكو په ټول كې ټينګار وكړ اسلامی ايران د اسلامی انقلابی له برياليتوب وروسته د خلكو په ملاتړ سره توانيدلی دی د دښمانانو په ټولو سختو او نرمو چينلجونو بريالی شی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په تيرو ديرشو كلونو كښې دايران داسلامی انقلاب پرضد ددښمانانو مختلفو فتنو ته په اشارې سره په دغو كلونو كښې دبرياليتوب راز دايران داسلامی جمهوريت دبنسټګر حضرت امام خمينی ره حكيمانه مشرۍ او دانقلاب له ایډيالونو دخلكو ملاتړ او پيروۍ او دمسولانو زړه سواندۍ وباله .
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دغه راز داسلامی جمهوری نظام په اقتدار او پياوړتيا كښې دايران دخلكو په رغنده رول ټينګار سره داسلامی انقلاب دبرياليتوب له لومړيو څخه دخلكو رايو ته نيغ په نيغه مراجعه له نورو انقلابونو دايران داسلامی انقلاب دتوپير وجه وبلله. د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د خپلې وينا په بلې برخې كښې په مختلفو پړاونو كښې دكرمانشاه د خلكو د پراخ شتون په قدرونې سره دسپیڅلی دفاع په اتو كلونو كښې ددغه ولايت دخلكو دسرشيندنې قدرونه وكړه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د ايران د اسلامی جمهوريت د نظام د استعمار ضد ځانګړنو ته په اشارې سره وويل دښمنان هڅه كوی د ډيرو او پيچليو چيلنجونو په رامينځته كولو سره دايران داسلامی جمهوريت دپرمختګ او پراختيا په لاره كښې خنډ رامينځته كړی خو په ډاډ سره ويلای شو چې د ايران اسلامی جمهوريت دخلكو په ملاتړ سره په ټولو سختو او نرمو چيلنجونو بريالی شوی او دخدای پاك په مرستې سره به په راتلونكو كښې په نورو چيلنجونو هم بريالی شی .
ښاغلی حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د كرمانشاه و لايت دخلكو په پرتمينه ټول كښې دخپلې وينا په بله برخه كښې دايران داسلامی شورا راتلونكو انتخاباتو ته په اشارې سره په دغو انتخاباتو كښې دايران دخلكو دپراخ ګډون په اهميت ټينګا سره وويل په هرو انتخاباتو سره دهيواد په جسم كښې نوی روح ورپوكول كیږی او په همدې وجه ده چې له ډيرو كلونو راهسې دښمن هڅه كړی ده چې دايران انتخابات پيكه وښيی.
حضرت ايت الله خامنه ای په عربو هيوادونو كښې دولسی انقلابونو او په سيمه كښې داسلامی بيدارۍ په باره كښې وويل وروستيو خوځښتونو دايران له اسلامی انقلاب څخه بيلګه اخستی ده .
هغه حضرت وفرمايل كه څه هم امريكا هڅه كوی په سيمه كښې خپل له لاسه وركړل شوی اعتبار بيرته ترلاسه كړی خو ملتونه ویښ شوی اوهیڅ څوك ددغو ملتونو له ارادې سره مبارزه نشی كولای .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دوال سټریټ غورځنګ په باره كښې هم وويل دغه شی چې دوال سټریټ دغورځنګ په نوم یې دامريكا خلك په هيجان كښې راوستلی دی ډير مهم دی خو دامريكا چارواكی هڅه كوی دغه مسله كوچنۍ وښيی .
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای وفرمايل يوه مسله داده چې دامريكا دپانګوال فاسد نظام فساد ټولو خلكو ته ښكاره شوی دی او البته ممكن دی دغه غورځنګ وځپل شی خو ددغه حركت جرړې څوك له مينځه نشی وړلای .
878859
captcha