د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت په واشنګټن كښې د سعودی عربستان د سفير د وژلې په دسيسې كښې د ايران د دوو ښاريزو د لاس لرلو په هكله د امريكا د مقاماتو له بې اساسه ادعاګانو مطرح كيدا وروسته په تهران كښې د سويزرلينډ شارډ افيرز احضار كړ او د ايران د اسلامی جمهوريت سخت اعتراض یې هغه ته ورسوه.
د ايران د خارجه وزارت دشمالی امريكا ددفتر دچارو مشر په تهران كښې دسويزرلينډ هيواد له شارډز افيرز سره په كتنې كښې دامريكا د حكومت د چټی ادعا په غندلو سره وو يل دايران اسلامی جمهوريت داسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته دامريكا ترملاتړ لاندې د ترهګرو ډلو د ترهګرو خوځښتونو اصلی قربانی وو او دی .
په تهران كښې د سويزرلينډ شارډ افيرز هم په دغه كتنې كښې ټينګار وكړ ژر به دايران داسلامی جمهوريت اعتراض دامريكا حكومت ته ورسوی او ځواب به یې هم دايران خارجه وزارت ته اعلان كړی .
دغه راز د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی هم د امريكا تور په كلكه رد كړ او ویې ويل امريكا يوه چټی سناريو پيل كړی ده .
هغه وويل تاسو ډاډمن وسئ چې امريكا به په راتلونكی كښې له ايران څخه بخښنه وغواړی.
د ايران خارجه وزير صالحی وويل امريكا دغه چټی تور د خپلو كورنيو او په مينځنی ختیځ كښې له خپلو مشكلاتو د خلكو د پام د اړولو په خاطر لګولی او زياته یې كړه چې له سعودی عربستان سره د ايران اړيكې ښې دی.
878772