IQNA

17:16 - October 12, 2011
د خبر لمبر: 2203939

د يمن خلكو د ديكتاتور ولسمشر عبد الله صالح پرضد مظاهرې وكړې

نړيواله ډله: د يمن په زرګونو خلكو په صنعا كې مظاهرو سره د ديكتاتور ولسمشر د محاكمې غوښتنه وكړه.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د يمن د پلازمينې صنعا په زرګونو خلكو نن د يمن په چارو كښې د ملګرو ملتونو د استازی جمال بن عمر د راپور له وړاندې كيدا مخكې په مظاهرو سره دديكتاتور ولسمشر علی عبدالله صالح له قدرت څخه څنګ ته كيدا او دهغه دمحاكمې غوښتنه وكړه .
مظاهره چيانو ويل چې عبدالله صالح جنګی جنايتكار دی او دهغه تر محاكمه كيدا پورې به غلی كې ننی .
ځينو خبروسرچينو ويلی دی چې اروپايی هيوادونه هڅه كوی دملګروملتونو امنيت شورا مجبوره كړی چی ديوه پريكړه ليك په تصويبولو سره ديمن دديكتاتور علی عبدالله صالح دڅنګ ته كيدا ملاتړ وكړی اوروسيه په دې زمينه كښې خنډ جوړ نكړی .
ديمن په چارو كښې دملګروملتونو استازی جمال بن عمر ټاكل شوی چې نن دامنيت شورا په غونډې كښې ديمن دحالاتو په باره كښې راپور وړاندې كړی .
د يمن خلك دروان كال له جنورۍ مياشتې راهسې دعلی عبدالله صالح ددرې ديرش كلنې ديكتاتورۍ پرضد خپل انقلاب پيل كړی او له قيد او شرط پرته دهغه دڅنګ ته كيدا غوښتونكی دی خو امريكا ،سعودی عربستان او ځينې نور عرب هيوادونه په قدرت كښې دصالح په پاتې كيدا ټينګار كوی او ديمن خلك په سخته ځپی .
امريكا ، سعودی عربستان او ملګرو یې دغه كار په بحرين كښې هم پيل كړی دی او هلته خلك وژنی او دال خليفه ديكتاتور رژيم ملاتړ كوی.
878000
captcha