IQNA

17:14 - October 12, 2011
د خبر لمبر: 2203942

مهمانپرست: په امريكا كې د عربستان د سفير د ترور په اړه د امريكا طرحه دروغ ده

سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوی په امريكا كې د عربستان د سفير د ترور د طرحې په اړه درواغجنه ادعا له حقيقته لرې او درواغ وبلله او زياته ېې كړه دا ادعا د امريكا يوه نوې سناريو ده چې د ايران په ضد ېې طراحی كړې ده .

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رامين مهمانپرست تيره ورځ د امريكايی چارواكو د هغه بې ځايه ادعا په غندلو سره چې ويلی ېې ؤ ايران د امريكا په خاوره كې د يوه ترهګر عمل په طراحۍ كې ګډون درلود وويل دا ډول رفتارونه د امريكا او صهيونيستی رژيم دوښمنانه او وراسته شوې سياستونه دی او يوه خندوونكی نمايش ته ورته دی چې د سيمې او اسلام د دوښمنانو له خوا د ځانګړو موخو لپاره په لاره اچول كیږی .
هغه څرګنده كړه د دا ډول سناريو طراحان په اسلامی نړۍ كې د اختلاف رامنځته كولو او له ستونځو د صهيونيستی رژيم له ايستلو پرته بله موخه نه لری .
مهمانپرست ټينګار وكړ د ايران اسلامی جمهوری نظام په اسلامی ارزښتونو او اخلاقو ولاړ نظام دئ چې تل ېې د دوښمنانو د دسيسو په اړه خبردارئ وركړئ .
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د عربستان او ايران اړيكې په متقابل درناوی ولاړې وبللې او زياته ېې كړه د دا ‌ډول ادعاوو مطرحول به په عمومی افكارو كوم اغيز ونه لری .
878351
captcha