IQNA

په بحرين كې د آل خليفه د جنايتونو د نويو اړخونو اشوا كېدل

9:58 - October 13, 2011
د خبر لمبر: 2204002
نړيواله ډله : له منع شويو وسلو څخه د آل خليفه استفاده، پوځی محكمې ته دبحرينی خبريالانو احضارول او د اعتراض كوونكو پر ضد د كابو ۶۰زره دوسيو برابرول د آل خليفه د جنايتونو هغه نوی اړخونه دی چې په دې وروستيو كې اشواشول.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ګفتګو د ریډيو له عمومی روابطو یې نقلوی چې د بحرين جنايتكاره رژيم له اعتراض كوونكو سره د مقابلې لپاره مختلفو رودو ته مخ كړی چې په وروستيو خبرونو كې، د بحرين د بشری حقوقو د ټولنې مشر، يوسف ربيع، د آل خليفه رژيم له خوا د اعتراض كوونكو پرضد د ساچمه يی ټوپكو په شمول نړيوالو منع شويو وسلو كارول اشوا كړی دی.
په عين حال كې پوځی محكمې ته د آل خليفه له خوا د سياسی فعالينو د احضارولو نوی اړخونه هم په ډاګه شوی دی.
دبحرين حكومت په خپل نوی اقدام كې د بحرينی خبريالانو احضارولو ته مخه كړې تر څو له دې لارې د بحرين د پېښو انځورونو او خبرونو د خپريدو مخه ونيسی.
پر دې بنسټ، د بحرين رژيم يوشمېر بحرينی وبلاك چلوونكی، عكاسان او خبريالان په غير قانونی غونډو كې دګډون له امله او همدارنګه د آوازو او دروغو خپرولو په تور پوځی محكمې ته احضار كړی دی.
د آل خليفه دغه اقدام د عقيدې او بيان د آزادۍ پر خلاف او همدارنګه د مطبوعاتو د آزادۍ پرخلاف كار دی چې د بشری حقوقو په ټولو تړونونو كې ټينګار پرې شوی دی.
دغه احضار په داسې حال كې كېږی چې د لويدیځو هېوادونو خبری رسنۍ او مهمې عربی رسنۍ د خپلو اړونده دولتونو له سياستونو سره سم په بحرين كې د بدلونونو او اعتراضونو له پوښښ څخه ډډه كوی.
په عين حال كې د بحرين د عدلیې وزير په پوځی محكمو كې د ولسی خلكو د محاكمې په توجيه كې، د دوسيو له كلابندۍ څخه د عدلیې وزارت ژغورل عنوان كړل.
په بحرين كې د دولت ضد اعتراضونو له پيله، د آل خليفه رژيم د عربستان او امريكا په مرسته د بحرينی ښاريزو د ځپلو لپاره د منع شويو او غير قانونی اوزارونو په شمول له هرې وسيلې كار اخيستی دی.
له دې سره سره، د بحرين خلك نه يوازې د دولتی ضد اعتراضونو څخه په شا شوی نه دی، بلكې دې اعتراضونو ته یې په لا زور سره دوام وركړی دی.
878734
captcha