د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای روښانه كړه، په دغه ډول بر خليك ټاكونكی وضيعيت كې د اسلام روحانيت بايد د معنويت او علم په وسلو سنبال شی څو د دين معارف له كتاب او سنت څخه په استفادې سره د اوسنی نسل لپاره په عقلانی او د فهم وړ په بڼه وړاند ې كړی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په نړۍ كې اسلام ته د ګروهنې د څپو په درو برخو په ويشلوسره وفرمايل،اسلام ته د ګروهنې لومړنۍ څپه د ايران داسلامی انقلاب له بری سره په يووخت پيل شوه اودوهمه څپه هم دماركسيسټی نظام له ماتې وروسته رامنیځته شوه
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز وويل نن سبا چې د ماركسيسټی نظام د ناكاميدا په باب د ايران د اسلامی انقلاب خبره پوره شوې او د پانګوال نظام په باب هم د پوره كيدا په حال كې ده، عالمان او روحانيون بايد د ورځې له اړتياؤ سره سم او له پياوړی عقلی اساس څخه په استفادې سره د هغو ليوالو لپاره د اسلام جرړه لرونكی او منطقی معارف چې په درستې نړۍ كې په زياتيدا دی وړاندې كړی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د اسلامی انقلاب بری او په مصر كې د اوسنی دور د انقلاب لوی بری هم په ظاهرمحال پیښې وبللې او ټينګار ئې وكړ روحانيت د دين په تبليغ او دندې ترسره كولو كې بايد لویې موخې په نظركې ونيسی
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دې خبرې په ټينګارسره چې د شيعه سنی ترمينځ درز رامينځته كوونكی اختلافات هم د اسلام د كمزوری كولو لپآره يوه سپيره روده ده زياته كړه ،د اهل تشيع او اهل تسنن عالمان بايد په ډيرې هوښيارتيا او ځيرتيا سره دسيسو ته پآم وكړی او د ګډو غونډو په جوړولو او له يوه بل سره په ملګرتيا سره د مخالفانو له دسيسو سره د مقابلې لارې چارې ولټوی.
879046