IQNA

د كرمانشاه د شهيدانو سرښيندونكو كورنيو سره د ايت الله خامنه ای ليدنه

16:22 - October 13, 2011
د خبر لمبر: 2204265
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ا يت الله سيدعلی خامنه ای دايران لويدیځ ولايت ته د خپل دوه ورځنی سفر په ترڅ كې د دې ولايت د شهيدانو او سرښيندونكو له كورنيو سره ګوری.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، داسلامی انقلاب سترلارښود چې پرون دې ولايت ته سفروكړ ددې ولايت دخلكو لخوا دنوموړی له سفرڅخه ترتاوده هركلی وروسته نوموړی دزرګونوخلكوپه پرتمينه ناستې كې داسلامی انقلاب ستر لارښود دياد ولايت په ورزشی لوبغالی كې ويناوكړه .
حضرت ايت الله خامنه ای دغه راز دچهارشنبې په شپه ددې ولايت له روحانيونو او زده كونكو سره هم ليده كاته وكړل
داسلامی انقلاب سترلارښود په سيمه كې دخلكو له خوځښت اودغه راز دسرمايه داری له نظام څخه دلويدیځ اندیښنه داسلام په لور دګروهنې دريمه څپه وبلله اوزياته یې كړه چې پدې ډول برخليك ټاكونكی حالت كې اسلامی روحانيت بايد دعلم اومعنويت په وسله سنبال وی .
ترڅو له دې لارې وكولای شی چې اسلامی معارف دكتاب او سنت له لارې په هوښياری او په پوهې وړ طريقې سره ننی نسل ته وړاندې كړی
دغه راز نوموړی په ډاګه كړه چې نن ورځ دښمنان په اسلام په بريد اوحملې كولوسره دځوانانوپه منځ كې ددرځ رامنځته كولوپه موخه له هارډ وير او سافت وير څخه ګټه پورته كوی
چې بايد له هغې سره دمقابلې لپاره په متناسب ډول دځوانانو دمرستې له لارې ګټه پورته شی
ټاكل شوې چې داسلامی انقلاب ستر لارښودبه دخپل سفر په راتلونكې كې ددې ولايت دپوهنتون له استادانو ، زده كونكو، مديرانو اوددې ولايت له چارواكوسره ليده كاته وكړی
دغه راز به نوموړی دپاوه ، ګلانغرب او كنګاور دولسوالی خلكوته هم ويناوې وكړی
879198
captcha