د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی انقلاب ستر لارښود له دفتر ويب پاڼئ یې نقلوی چې د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله خامنه ای په نړۍ كې اسلام ته د ګروهنې څپې په درېيو وختونو په ويشلو سره په ډاګه كړه چې اسلام ته د ګروهنې لومړۍ څپه د اسلامی انقلاب له برياليتوب سره په يووخت پيل شوه او دويمې څپې هم د ماركسيسټی نظام له ماتې وروسته بڼه خپله كړه.
حقيقت دا دی چې اوس د سيمې شرائط د اسلامی و یښتيا په رڼا كې داسې بدل شوی چې تر ټولو مهمه ځانګړنه یې د ملتونو ویښتيا او پوهيدل دی او داډول بدلون د ملتونو پر ویښتيا ژورغه اغيزه لری.
له دې مخكې ډېری حقيقتونه ډېر كلونه د لويدیځ د ليبرال ډيموسۍ د مدعيانو په ظاهری څيرو كې پټ شوی و، خو اوس د ملتونو اراده د ستر بدلون لامل شوې ده چې پراخې اغيزې لری او د لويدیځ له هڅو سره سره، د پانګوالۍ نظام د ماتې نښې ورځ په ورځ لا په ډاګه كېږی او د نړيوال قدرت سلطه یې له سختې ننګونې سره مخ كړې ده.
له همدې امله ده چې د سلطې نظام هڅه كوی چې د اسلامی امت په منځ كې د تفرقې او فتنې اچونې سره، ددې بدلون د نړيوال كېدو مخه و نيسی.
څه چې روښانه دی دغه بدلونونه د دوو نه انكاريدونكی حقيقتونو ښودنه كوی، لومړی دا چې د لويدیځ د پانګوالۍ وراسته شوی نظامونه خپلې بې نتيجې ختميدا ته رسيدلی دی، خو په دې ټينګار سره چې دغه پای ته رسيدل، د ملتونو د ملتونو د ارادې د پيل ټكی دی چې هوډمن دی چې خپل برخليك د بهرنيو قدرتونو له سلطې له كړۍ خلاص كړی.
دا د نورو ملتونو د برخليك په اړه د نړيوالو قدرتونو د يو ا ړخيزه پريكړې كولو د پړاو د ټوټه كېدو په معنا دی.
دغه بدلون كه څه هم چې د لويدیځ پولې آن د اروپا او امريكا تر زړه پورې رسيدلی دی او اوس یې اغيزې په اروپايی هېوادونو او امريكا كې د ولسی خلكو په اعتراضونو كې ليدلای شوو، نو ځكه بايدد وويل شی چې ددې بدلونونو د ثقل مركز، منځنی ختیځ او د افريقا شمال دی، ځكه چې ډېری بنسټيز بدلونونه له همدې سيمې په ځانګړې توګه ټونس، مصر او ليبيا كې رامنځ ته شوی دی.
نو له همدې امله ده چې د لويدیځ خوځښتونه په منځنی ختیځ كې ددې بدلونونو د بهير د بدلون لپاره پر هڅو راڅرخی، ځكه لويدیځ پوهېږی چې پر منځنی ختیځ د سلطې له لاسه وركول او اسلام ته د ګروهنې درېيمه څپه د سلطې نظام د له منځه وړلو او د پانګوالۍ د نظام د ځوړتيا او تر ټولو زيات دفاسد او غاصب صهيونيسټی رژيم د ړنګيدو لامل ګرځی.
له هغو مسلمانو عالمانو سره په كتنه كې چې ددښمن پېژنې او د اسلام ددښمنانو له دسيسو څخه د اسلامی امت په پوهېدو كې دروند مسووليت لری د اسلام پرضد د دسيسو د ماهيت د پېژندلو پر اړتيا د اسلامی انقلاب د مشر ټينګار، په حقيقت كې د تفرقې اچونې هغو اقداماتو ته اشاره ده چې په سيمه كې د ا سلامی د كمزورتيا لپاره د سنی او شعيه مسلمانانو ترمنځ د اختلاف رامنځ ته كولو په موخه طرح شوې دی.
878973