د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عربی سی اين اين یې نقلوی چې د مصر د لومړۍ وزير مرستيال ښاغلی «حازم الببلاوی»، په يولسم اكتوبر د سه شنبه په ورځ د ماسپيرو د پیښو نه وروسته خپله استعفی د مصر لومړی وزير ښاغلی عصام شرف ته وړاند ې كړه خو دا استعفی د مصر د پوځې سترې شوری ونه منله.
د اردن ورځ پاڼی الدستور په اړه په خپل راپور كې وويل چې د مصر د حكومت ويندويی محمد حجازی د كابينی د ګډو استعفو په اړه خبر دروغ وباله او وې ويل چې د مصری حكومت د تير وخت په شان د خپلو دندو په ترسره كولو كې لګيا دی.
878497