د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د لبنان له الانتقاد ورځ پاڼی یې نقلوی چې د لبنان په پارليمان كې د حزب الله د «الوفاء للمقاومة» مقاومت سره وفاداری كميشن غړې ښاغلی «سيدحسين الموسوی»، ټينګار وكړ چې د فلسطين خلك به بنديان هیڅ كله هم هير نه كړی او د هغوی تر آزادۍ به خپل مقاومت ته دوام وركړی.
حماس او صهيونيستی رژيم د سې شنبې په ورځ د بنديانو د آزادولو پر سر د موافقې كولو خبر وركړ.
صهيونيستی رژيم به د ګيلعاد شاليط په سر چې د ۲۰۰۶ م كال په جون كې نيول شوئ ؤ يو زر او ۲۷ فلسطينی بنديان آزادوی.
خبری رسنيو ويلی چې د راتلونكې سې شنبې په ورځ به د فلسطينی بنديانو لومړۍ جوپه چې ۴۵۰ تنه كیږی آزادیږی او په سبا به ېې اسرائيلی عسكر شاليط هم لومړۍ مصر ته او بيا له هغه ځايه اسرائيلو ته د الوتكې په وسيله وړل كیږی ټاكل شوې ۵۵۰ تنه نور فلسطينی بنديان به دوه مياشتې وروسته آزادیږی .
879421