IQNA

13:33 - October 15, 2011
د خبر لمبر: 2204519

د سيمې هيوادونه د همكاريو په پراخولو سره دښمنانو ته په كورنيو مسايلو كې د لاس وهنی اجازه ورنكړی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د قطر د خارجه چارو د وزير سلاكار سره په كتنی كې ټينګار وكړ چې د سمی هيوادونو په كورنيو چارو كې د پرديو لاسوهنی د سيمې حالات خرابوی جوته كړه د سيمې هيوادونه د همكاريو په پراخولو سره دښمنانو ته په كورنيو مسايلو كې د لاس وهنی اجازه ورنكړی

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمود احمدی نژاد دې خبرې په كولو سره چې نن سبا د ايران ملت د نړۍ يو خوږ او مينه ناك ملت دی زياته كړه د ايران ملت د تاريخ په اوږدو كې يومينه ناك،خوږ او زړه سوانده ملت پاتې شوی دی او ايران نن سبا د الهی هدايت په لور د نورو ملتونو لپاره د لارښونې نښه ده او نور ملتونه صراط مستقيم ته بولی.
د اسلامی ايران ولسمشر د دې خبرې په كولو سره چې د ايران ملت له هيچا ويره او ترس نه لری روښانه كړه حتی زمونږ ماشومان هم د امريكا په پوچ قدرت پورې ملنډې وهی او هیڅ ارزښت نه وركوی هغه په عين حال كې زياته كړه له الهی لارې غړيدل د ګمراهۍ او لالهاندۍ سبب كیږی او تورتم ته انسان رسوی.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد هغو كسانو ته په ځواب كې چې هڅه كوی د ايران د ملت د پرمختګ مخه ونيسی ټينګار وكړ د ايران ملت هغه ځای ته رسيدلی دی چې هر سپیڅلی هدف چې پلان ئې كړی په كار زياراوهلوځلوسره ئې سر ته رسوی ، د ايران ملت د ایټم بم او نورو تورونو په څير د دښمنانوله دړكو او چټی تورونو نه و يریږی او نن سبا د زبرځواك ويره د خپل ملت په لاس د اسلامی ايران جوړيدا او د نورو ملتونو لپآره د ايران د اسلامی جمهوريت بيلګه كيدا ده
د قطر د خارجه وزير سلاكار ښاغلی خالد العطيه هم د قطر امير ليك او پيغام د ايران ولسمشر ته وړاندې كړ هغه د ايران او قطر اړيكې ډير ښې او پراخې وبللې او د دې اړيكو په پراخولو او ټينګيدا یې ټينګار وكړ
879400
captcha