د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې د بحرين د انسانی حقوقو مركز مشر ښاغلی نبيل رجب په دې هكله وويل چې د مشيمع عمومی صحت د بند د سختو شكنجو او اذيتو له امله دی او كيدای شی چې نور هم خراب شی.
دا په داسې حال كې چې د بحرين د ال خليفه رژيم مخالفانو په هيواد كښې د كړكيچ د حل لپاره لارې وړاندې كړې
د بحرين د ال خليفه رژيم پينځو مخالفو ډلو پرون د منامې د منشور په خپرولو سره د منتخب حكومت او په كاملو اختياراتو سره د پارلمان جوړيدل د دوې غوښتنه وبلله چې په حكومت څارنه ولری .
د بحرين دحكومت پينځو مخالفو سياسی ګوندونو دغه راز خارجيانو ته دال خليفه ديكتاتور رژيم لخوا دسياسی تابعيت دوركولو په موضوع د غور پرضرورت ټينګار وكړ او داصلاحاتو داجرا په چوكاټ كښې د ملی اطلاغ رسونې د سياست په باره كښې یې د توافق او د توپير د لغوه كيدا غوښتنه وكړه .
مخالفانو په دغه سند كښې له نړيوالې ټولنې او دنړۍ له قدرنونو وغوښتل چې دبحرين دډيموكراټيكو بدلونونو په پړاو كښې ددغه هيواد ملاتړ وكړی چې سرزوری كسان په سياسی اوزارونو سره له قدرت څنګ ته شی .
په بحرين كښې د مظاهرو لپاره د فرورۍ د څوارلسمې نیټې د انقلاب د مشرانو بلنه په داسې حال كښې ده چې ال خليفه رژيم د سعودی عربستان د پوځيانو په ملاتړ سره په هستوګنو سيمو حملو د زهرجنو ګازونو په شمول له ممنوعه وسلو په كار اخيستلو سره دمظاهره چيانو په نيولو سره دبحرين دخلكو دځپلو هڅه كوی چې دكړكيچ دحل لپاره عملا سياسی حل لاره له مينځه يوسی .
879453