IQNA

كاظم صديقی: د لويدیځ وروستی غورځنګ به، پانګوالۍ نظام به په بشپړه توګه له منځه يوسی

13:30 - October 15, 2011
د خبر لمبر: 2204535
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی نن وويل چې د اسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته د خلكو رول او شتون د اسلامی جمهوريت د بنسټګر، امام خمينی رحمه الله عليه د تدبير او ژورې كتنه له حكمته وه چې د ايران ملت یې په ښه توګه پېژندلی او باور یې ورباندې كړی و.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا رنګه د ايران لويدیځ، كرمانشاه ولايت ته د رهبرۍ د ستر مقام سفر ته په اشارې سره وويل چې دغه سفر په داسې شرايطو كې تر سره شو چې لويدیځوال په خپلو شيطانتونو سره نيت درلود چې داسې وښيی ايران هم د نورو هېوادونو په شان د خلكو له نارضايتۍ سره مخ دی، خو د رهبرۍ له ستر مقامه د هركلی په مراسمو كې د خلكو شانداره او ولولناك شتون د هغوی نقشې پر اوبو لاهو كړې.
ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی په دوام كې، په وال سټریټ كې د امريكا دخلكو د ویښتيا غورځنګونو او په نورو اروپايی هېوادونو كې اعتراضی غورځنګونه ددې هېوادونو د مشرانو بې ابرويی وبلله او ویې ويل هغه كسان چې د بيان د آزادۍ او د غونډو او لاريونونو د آزادۍ اعاوې كوی، كه د دوی په هېوادونو كې په هر ګوټ كې سر او غږ راپورته كېږی او اعلاميه خپروی محكوموی یې، خو اوس چې د دوی ښاريز ویښ شوی دی، اعتراض كوونكی په سختۍ سره ځپی او يایې نيسی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی هم دارنګه وويل چې لويدیځوال ښايی دغه غږونه د يوڅه وخت لپاره په زور سره غلی كړی، خو هغه غورځنګونه چې په امريكا او اروپاكې پيل شوی دی د پانګوالۍ نظام به په بشپړه توګه له منځه يوسی، هماغه ډول چې اسلامی ویښتابه د اسراييلو جعلی رژيم له نابود او له منځه يوسی.
879440
captcha