IQNA

16:56 - October 14, 2011
د خبر لمبر: 2204558

حضرت ايت الله خامنه ای د كرمانشاه د شهيدانو درناوی وكړ

سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی ا نقلاب معظم مشر كرمانشاه ولايت ته د خپل سفر په دريمه و رځ د دې ولايت د شهيدانو هديرې ته په تلو سره د شهيدانو د لوړ مقام درناوی درنښت وكړ.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم مشر حضرت ايت الله خامنه ای نن همدارنګه د كرمانشاه د شهيدانو په هديره كې د ا يت الله مرتضی نجومی زيارت هم وكړ.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام تېره چهار شنبه د كرمانشاه ولايت د خلكو په ولولناك هركلی سره دې ولايت ته ولاړ او ورپسې د كرمانشاه په آزادۍ لوبغالی كې یې د ولايت د خلكو په ټول كې وروستی كورنی، سيمه ييز او نړيوال بدلونونه بيان كړل.
حضرت ايت الله خامنه ای همدارنګه نن د كرمانشاه ولايت د بسيجيانو په ټول كې هم وينا وكړه چې ددې كتنې بشپړ خبر به وروته خپور شی.
879500
captcha