د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيدعلی خامنه ای پرون د ايران په لويدیځ كښې د كرمانشاه ولايت له زرګونو بسيجيانو سره په كتنې كښې دبسيج زیږنځاې او د بسيج مهمو ځانګړونو ته په اشارې سره وفرمايل دايران داسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته حضرت امام خمينی ره دبسيج ځواك دجوړيدا په غوښتنې سره دراتلونكی اړتيا ته خپل ژور نظر وښود .
د ايران د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه په نوښت بسيج مستضعفين ځواك د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب له يو كال وروسته جوړ شو.
حضرت امام خمينی رحمه الله عليه بسيج د ايران د دايمی دفاعی چمتووالی د يوه ركن په توګه جوړ كړ او په خپلې يوې وينا كښې یې وفرمايل كه چيرې يو هيواد دفاع ته چمتو شل ميليونه ځواك ولری هیڅ قدرت به داسې هيواد ته سترګې خړې نكړی او دغه هيواد به ماته ونه خوری.
د ايران د اسلامی جمهوريت د وياړمن ژوند دوه ديرش (۳۲) كلونه تيریږی او د ايران اسلامی جمهوريت په دې لاره كښې له مختلفو چيلنجونو سره مخامخ شوی چې هر ځل دايران دملت په هوښيارۍ په تيره بيا په مختلفوسياسی ، دفاعی ، اقتصادی او علمی ډګرونو كښې دبسيجيانو په موقع شتون سره چيلنجونه په فرصت بدل شوی دی او په همدې وجه نن سبا دايران اسلامی جمهوريت داقتدار په اوج او جوبن كښې دی .
هماغه ډول چې دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دنړيوالو قدرتونو دايمی دسيسو جوړولو ته په پام سره ټينګار وكړ نهايی او فاينل برياليتوب ته تر رسيدا پورې به په پريكنده توګه چيلنج او مبارزه وجود ولری نو پر دې اساس دايران اسلامی نظام تل بيداره، پياوړی ، كار ته چمتو او وسمن دفاعی ځواك ته ضرورت لری چې هماغه په دفاعی ډګر كښې بسيجی روحيه ده .
پوځی او دفاعی مسايل يوازې دبسيج يو اړخ دی دغه راز دعلم ، نوښت او ټيكنالوژۍ په شان نور اړخونه هم په بسيج پورې اړه لری .
په مختلفو علمی ډګرونو كښې دايران داسلامی جمهوريت ننی پرمختګونه دبسيج دهڅې او كار دروحیې نتيجه ده .
اسلامی ايران دبايكاټ په پړاو كښې تل توانيدلی دی داټومی انرژۍ ، هوا فضا او بنيادی سيلولونو په شان په مختلفو علمی ډګرونو كښې ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی او بې شكه دغو برياليتوبونو دبسيج له روحیې پرته امكان نه درلود.
دبسيج روحیې او په مختلفو ډګرونو كښې داسلامی ايران په پرمختګ كښې دبسيج رول اهميت ته پام سره دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دايران په لويدیځ كښې دكرمانشاه ولايت دبسيجيانو په ټول كښې ټينګار وكړ دبسيج روحيه بايد ورځ په ورځ دايران په مختلفوبرخو كښې پراخه شی .
دايران اسلامی انقلاب دبسيج روحیې ته په پام سره هماغه راز په برياليتوب سره خپلې لارې ته دوام وركوی او دهغه اغيزونه نن دنړۍ او سيمې په بدلونونو كښې ليدل كیږی .
دافريقا په شمال او مينځنی ختیځ سيمه كښې داسلامی ویښتيا بڼه خپليدا او دغه ویښتيا نورو سيمو ته خپريدا دايران داسلامی انقلاب دخوځندوالی او په بسيجی روحیې سره دهغې داغيزشيندنې نښه ده .
879546