IQNA

حضرت ايت الله خامنه ای: اسلامی ايران د دښمنانو په وړاندې مقاومت كړی او شاتګ نه كوی

13:36 - October 16, 2011
د خبر لمبر: 2205283
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن كرمانشاه ولايت ته د خپل لس ورځنی سفر په دوام كې په پنځمه ورځ نن د دغه ولايت ګيلان غرب ولسوالۍ ته تللی او د دغې ولسوالۍ د لسګونو زره خلكوپه ولولناك ټول كې ئې ټينګار وكړ د ملی هويت په ساتنې كې د ايران د ملت مقاومت به هيواد د دښمنانو په وړاندې بريالی كړی او اسلامی ايران به هیڅكله له خپلو حقوقو شاتګ ونه كړی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغې لوئې اجتماع كې د ملی هويت په ساتنې كې د ايران د ملت دريدا ته په اشارې سره وفرمايل د ايران اسلامی جمهوريت د ظالمانو په وړاندې مقاومت كوی او هیڅكله به شاتګ ونه كړی اودا له تيرو ۳۳ كلونوراهسې پردرستې نړۍ هم روښانه شوې ده چې د ايران ملت هيچاته كلنګ نه وركړی
د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم داراز روښانه كړه دښمن د ايران د منزوی كولو او له ايرانه د ويرولو دسيسو د پراختيا لپاره هڅه كوی خو د تير وخت په څير له امريكا د ملتونو د نه ختميدونكی كركې او هم دا راز د ايران د ملت له وياړمنو شعارونو سره د خلكو د ګروهنې له زياتيدا پرته بله نتيجه نه لری.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز دامريكابيلابيلوښآرونوته ددغه هيواددوال سټریټ ونيسئ د غورځنګ پراختياته په اشارې سره ټينګاروكړ،تاسوپخپل ملت كې هم منزوی ياست اودخلكوله اكثريته ويریږئ،نو بياڅرنګه په چټی او بې هوده خبروسره غواړئ له ايرانه دويرولوخبرې عامې كړئ ؟
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز د ايران د ملت د مقاومت او استقامت په قدرونې اوستاينې سره د ايران د اسلامی جمهوريت له شعارونو سره د ملتونو دلچسپۍ او پلويتوب ته په اشارې سره وفرمايل، د دغې زياتيدونكی ليوالتيا په مقابل كې دامريكا سرغنې لږ شان ته او يو فی صدی پلويان لری او دا واقيعيت چورلټ د ايران د اسلامی جمهوريت د مقام په مقابل ځای كې دی.
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د مينځنی ختیځ په ډيرې مهمې سيمې كې د اسلامی غورځنګ ورځ په ورځ پراختيا ته په اشارې سره ټينګاروكړ راتلونكی له اسلام سره اړه لری او د اسلام بيرغ به انشاء الله په درستې سيمې كې ورپیږی او د سيمې له ملتونو به يوه پياوړی او قدرتمنه ټولګه جوړه شی
880033
captcha