IQNA

د سيد حسن نصرالله او وليد جنبلاط د فلسطينی بنديانو د تبادلی په خبرې اترې وكړې

13:31 - October 16, 2011
د خبر لمبر: 2205285
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله غورځنګ له عمومی منشی سيد حسن نصرالله او دروزو ترقی غواړی سوشليسټ ګوند مشر وليد جنبلاط د لبنان او د سيمې د حالاتو په اړه خبرې اترې وكړې او سره یې وليدل
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې المينارټيليويژنی چينل یې نقلوی د لبنان د دروزو ترقی غواړی سوشليسټ ګوند مشر وليد جنبلاط د لبنان د حزب الله غورځنګ له عمومی منشی سيد حسن نصرالله سره له كتنې وروسته ټينګار وكړ د حزب الله غورځنګ او د دغې ډلې ترمينځ اړيكې سټراټيجيكی دی او په دغو اړيكو كې هیڅ سستوالۍ او كمزوری نه ده رامينځته شوې او دا به هماغه راز دوام ولر ی.
جنبلاط هم دا راز د لبنان د لومړی وزيرنجيب ميقاتی د حكومت كړچار ښه وباله او زياته ئې كړه هغه هڅه كوی څو لبنان د روانو بدلونونو له منفی پايلوخوندی وساتی.
د ويلو ده چې په دې كتنې كې د لبنان د ټرانسپور ټ او كار وزير ښاغلی «غازی العريضی»، د حزب الله غورځنګ د ارتباطاتو او اړيكو مشر ښاغلی «وفيق صفا»، هم موجود وو
880025
captcha