IQNA

واشنګټن او څو نور اروپائی هيوادونه د ولسی مظاهرو ډګرونه دی

13:30 - October 16, 2011
د خبر لمبر: 2205791
نړيواله ډله: وال سټریټ ونيسئ له غورځنګ سره په يو وخت واشنګټن ونيسئ غورځنګ هم په وړاندې روان دی او هره ورځ لا پسې پراخیږی او په درستې امريكا كې د ټولنيزو اواقتصادی نا برابريو په ضد خپلو مظاهرو ته دوام وركوی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز«asiaone»، یې نقلوی چې خلكو كلك هوډ كړی چې د خپلوغوښتنو تر پوره كيدا پورې به هلوځلو ته دوام وركړی.
دا په داسې حال كې دی چې د يونان ،ایټاليا او فرانسيسې خلكو هم د يورو سيمې له مالی كړكيچ سره په چلند كې د خپلو حكومتونو په كړن لارې په اعترض سره پخپلو سيمو كې سترې مظاهرې كړی دی او دغه رازهوډ لری چې دغو مظاهرو او كاربنديزونو ته دوام وركړی.
راپورونه ښئ د ایټاليا، فرانسې، يونان، انګلستان، هالينډ اودغه راز يو شمير نورو اروپائی هيوادونو كې هم خلكو د خپلو حكومتونو په كړچار او ټولنيز توپير په ضد ولسی مظآهرو او كاربنديزونو ته مخه كړې ده چې ويل كیږی يورپ په تيره بيا امريكائی چارواكی ئې ډير لالهانده كړی دی.

880150
captcha