د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خارجه وزارت یې نقلويی ښاغلی مهمان پرست وويل نخښې نخښانې ښيی چې له دې سناريو څخه د امريكايی چارواكو موخه له ګاونډيانو په تيره د فارس خليج له هيوادونو سره د ايران په اړيكو كې د كړكيچ را منځته كول دی.
او هغوی غواړ ی چې د اسلامی هيوادونو په مينځ كې د ورور ګلوئ د اړيكو له پياوړتيا مخنيوئ وكړی.
د بهرنيو چارو وزارت ويندوی زياته كړه منطق او لر ليد حكم كوی چې د دا ډول امريكايی اقداماتو په وړاندې بايد په ځيرتيا او وړاندې ليدنه عمل وشی او له بیړنيو او نه سنجول شويو نظر وركولو څخه چې د سيمې د هيوادونو تر مينځ د اړيكو له ترينګلتيا پرته بله پايله نه لری ډډه وشی.
880484