د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الجزيره یې نقلوی چې د اردن د پارلمان او اكثرو قبايلو مشرانو وويل دغه ليك ته د اردن د حكومت د پام نه كولو په بڼه كښې د پارلمان استازی به حكومت ته د نا باور رايه وركړی.
د اردن د پارلمان نورو استازيو هم وويل دغه ليك د لاسليك كيدا لپاره دوې ته نه دی رسيدلی خو د دغه ليك ملاتړ كوی.
د اردن په اساسی قانون كښې د بدلون پراساس لومړی وزير ته د پارلمان د يوشپيتو(۶۱) استازيو په ناباور رايو وركولو سره د اردن حكومت به خپل صلاحيت له لاسه وركړی.
د اردن ښاريز له تيرو څو مياشتو راهسې د حكومت په ناوړه مديريت او په هيواد كښې د اقتصادی او سياسی اصلاحاتو په نه ترسره كيدا اعتراض كښې مظاهرې كوی او د باچا دوهم عبدالله د اختياراتو د كمولو غوښتونكی دی.
په اردن كښې هم لسګونو كلونه كیږی چې د نورو عربو هيوادونو په شان ديكتاتور حكومت ټينګ دی او هلته عامو خلكو ته په قدرت كښې هیڅ ګډون نه وركول كیږی.
881052