IQNA

حضرت ايت الله خامنه ای: د اسلامی ايران په خلاف هر ډول ورانكارخوځښت ته غاښ ماتوونكی ځواب وركوو

13:29 - October 17, 2011
د خبر لمبر: 2206018
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د كرمانشاه ولايت د لسګونو زره پوهنتونوالو، استاذانو او محصيلينو په ولولناك ټول كې په ايران د وروستيو تورونو او جنجالونو په تپلو كې د امريكا د سناريو تر پردې شامو خوته په اشارې سره د ايران د ملت دښمنانو ته خبرداری وركړ، هر ډول دسيسه، ورانكار او مخه نيوونكی خوځښت به د ايران د اسلامی جمهوريت له پريكنده او پښمانه كوونكی چلند سره مخامخ شی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود د دې خبرې په كولو سره چې ايران په وروستيو ۳۲ كلونوكې له هر ډول دسيسو او دباؤنو سره مقابله كړې او هیڅكله ورته تسليم شوی نه دی روښانه كړه ، د ايران درست ملت په ډګر كې دی، ټول ولس د اسلام او نظام سرښيندونكی دی او د هر شيطانی پلان او اقدام په وړاندې په يووالی اتحاد او قدرت سره دریږی او چا ته لږ شان كلنګ هم نه وركوی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز له وروستی جنجاله د امريكا يوه احتمالی موخه د وال سټریټ ونيسئ په نامه د غورځنګ تر اغيزلاندې راوستل وبلل او زياته ئې كړه د هيواد لږ تر لږه اتيا فی صده خلكو د دغه مخ په پراختيا خوځښته ملاتړ كړی دی او دا د امريكائی چارواكو لپاره ډيره تراخه خبره ده.
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای پر امريكائی او اروپائی چارواكو د صهونيسټانو د خبيثې لابۍسلطې ته په اشارې سره لودیځوالو واكوالانو ته په خطاب كې خبرداری وركړ، هغه ورځ چې د تاسو ملتونه د خپلو بدبختيو او مشكلاتو اصلی علت يعنی د صهونيسټانو په وړاندې د تاسو سپكاوی اوحقارت درك كړی، نو په يقين سره د هغوی غوسه د استكبار پانګوال نظام په اووركې سوځوی او په تورو ايرو به ئې بدل كړی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز د دې خبرې په كولو سره چې نن سبا د مجاهدت، مقاومت او بصيرت وخت دی زياته كړه، په سيمې كې د نويو نظامونو د رامينځته كيدا حساس پړاؤ كې د ايران د اسلامی جمهوريت د نظام كلی حالات د اغيز شيندنې يوعامل دی چې د سيمې په اوسنی او راتلونكی كې مهم رول لوبولی شی .
د اسلامی ايران ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای همداراز وفرمايل په اوسنی وضيعيت كې د ايران سياسی نظام رياستی دی او ولسمشر د خلكو په مستقيمو رايو سره ټاكل كیږی چې يوه ښه او اغيزمنه روده ده خو كه يوه ورځ په راتلونكی كې په ډير لږ احتمال سره احساس شی چې د مجريه قوې د مسئولانو د ټاكلو لپاره پارليمانی نظام غوره دی، نو په اوسنی لارې چارې او كار كې په بدلون كې هیڅ ستونزه هم نشته
881069
captcha