IQNA

احمدی نژاد: ترهګرۍ د ايران له كلتور پنځوونكی ملت سره هیڅ اړيكه نلری

13:29 - October 17, 2011
د خبر لمبر: 2206483
سياسی ډله: د اسلامی اير ان ولسمشر وويل ترهګرۍ د ايران له كلتور پنځوونكی او تمدن جوړونكی ملت سره هیڅ ارتباط نلری.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن سهار محصيلينو ته په وينا كښې د اسلامی ايران د با كلتوره او تمدن جوړونكی ملت پرضد د مستكبرانو هره ورځ فضا جوړونې او پروپاګنډو ته په اشارې سره ټينګار وكړ سلطه ګران په داسې حال كښې ايران په ترهګرۍ تورنوی چې ترهګرۍ د ايران له كلتور پنځونكی او تمدن جوړونكی ملت سره هیڅ ارتباط نلری او داډول انسان ضده او څاروی ډول اقدامات له هغو بې كلتوره انسانانو سره تړاو لری چې غواړی په دنيا خپلې واكمنۍ ته دوام وركړی .
دايران ولسمشر احـمدی نژاد وويل نن سبا د سلطې نظام بندون ته رسيدلی او په مقابل كښې د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا نجات بخښونكی بيرغ پورته كړی شوی او په همدې دليل مستكبران په دايمی ډول د ايران پرضد دسيسې او پلانونه جوړوی چې د ايران د پرمختګ، ستريدا او قدرت د موندلو او د هغه په پايله كښې دايران دنجات بخښلو دتفكر داوج داخستو خنډ شی .
دامريكا حكومت دايران داسلامی جمهوريت پر ضد په خپلې نوی پروپاګنډې كښې په واشنګټن كښې دسعودی عربستان دسفير د وژلو په پلان كښې دايران دلاس لرلو خبره مطرح كړی ده .
دغه موضوع حتی په امريكا كښې دډيرو سياسی شناندو لخوا بې اساسه او بې بنسټه بلل شوی ده .
881260
captcha