سياسی ډله: زمونږ خبريال راپورراكړ د اسلامی انقلاب معظم لارښود كرمانشاه ولايت ته د خپل لس ورځنی سفر په دوام كې نن په شپږمه ورځ د پاوه ولسوالۍ د لسګونوزره خلكو په ولولناك ټول كې ټينګاروكړ دبری لاره داده چې ددښمن په وړاندې يوګام هم شاتګ ونه كړو .
دوی دغه ارز وفرمايل د ايران اسلامی جمهوريت وياړ دادی چې په تيرو ۳۲ كلونوكې ئې داسلام اواسلامی انقلاب د دښمنانوپه مقابل كې شاتګ نه دی كړی .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لاښودهمدارازدايران ملت ته دسيمې دملتونوليواله نظرداسلامی نړۍپه عمومی افكاروكې دلازيات اغيز شيندنې لپاره مناسب فرصت وباله اودايران دملت اسلامی ايرانی هويت ساتل ئې ډير مهم وبلل او روښانه ئې كړه د اسلامی انقلاب دبری او هيواد په اساسی موضوګانوكې د ولس دپرله پسې شتون اودخالت په بركت نننۍ نړۍ دايران ملت په بيلابيلو ډګرونوكې له پوهيدا،بصيرت،مخكښ كيدااوپرمختګ سره يوځای مسلمان ملت ګڼی اودايران ملت په همدغه ټولنيزهويت په تكیې سره د اسلامی ویښنياپه حساس پړاؤكې اغيزمن رول لوبولی شی .
ايت الله خامنه ای هم دا راز دې خبرې ته په اشارې سره چې دايران ملت او اسلامی نظام د سيمې دملتونودرهبرۍادعانه كوی زياته كړه،هرملت پخپلو استعدادونو،توانمنيواوشخصيت په تكیې سره دخپلې خوښې وړلاره ټاكی خوشك نشته چې دسيمې ملتونه په ورورستيو ۳۲ كلونو كې د ايران د ملت دوړتياواوظرفيتونوپه علت دايران لوی ملت ته په يوه خاص نظرسره ګوری .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ملت د بيلګه كيدا له ظرفيته د دښمن د درك په يادولو سره روښانه كړه د اسلام اوايران ددښمنانوددرز اچونكو هلوځلواصلی موخه دملتونوپه سترګوكې داسلامی جمهوری نظام دبريالۍ بيلګې درامينځته كيدامخنيوی دی.
حضرت ايت آلله العظمی سيد علی خامنه ای د اهل تشيع او اهل تسنن ترمينځ د اختلاف رامينځته كول هغه كه د ايران د نننه وی او كه په اسلامی نړۍ كې، د پرديو يوه سټراټيجيكه كرښه وبلله او ټينګار ئی وكړ مونږ شيعه او سنی مسلمانان له پراخو دينی،عقيدتی او ژور مشتركاتو برخمن او ګډې عينی ګټې لرو خو دښمن د دغه مشتركاتو په نفی كولو او پيكه كولو سره د لارې غوټه پرانيستل غواړی څو خپلې سپيرې موخې پوره كړی.
881600