IQNA

د شام په شخړې كې دې پردی هيوادونه ګوتې مه وهی

16:13 - October 18, 2011
د خبر لمبر: 2207476
نړيواله ډله: د عربی اتحادئې په پارليمان كې د سورئې استاذی يوسف احمد د سورئې د ملی خبرو اترو په غونډو كې د ګډون لپاره د دغې اتحادیې د پلاوی له لیږلو سره موافقت اعلان كړی او پرعربی هيوادونو ئې غږكړی چې د سورئې په ضد د ځينو خبری رسنيو د لمسونكو پروپیګنډو مخنيوی دې وكړی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د شام سركاری خبری اژانس سانا یې نقلوی يوسف احمد هم دا راز ځينی عربی هيوادونه په قاهرې كې د سورئې په سفارت د حملې لپاره د ښآريزو د لمسولو مسئول وبلل.
له بلې خوا د اسلام اليوم انټرنیټی سایټ راپور وركړ د عربی اتحادئې عمومی منشی نبيل العربی بیګا د عربی اتحادئې په بیړنۍ غونډې كې چې د سورئې د حالاتو د جاجونې لپاره جوړه شوې وه وويل دغه اتحاديه د سورئې د بحران د حل لپاره د اصلاحاتو په اجرا كې د دغه هيواد د آيیډيالونو د پوره كيدا او د دغه هيواد د يووالی د ساتنې او د فتنو د غلی كولو ته چې په سورئې د ګډوډيو د رامينځته كولو په موخې سره رامينځته شوی دی لومړيتوب وركوی او د دغه هيواد په چاروكې د پرديو د لاسوهنې د مخه نيولوغوښتنه كوی .

881301
captcha